پښتونخوا کې چاودنې نهه کسان وژلي دي

د پېښور مخکنی برید
Image caption په برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي دي .

د پښتونخوا مرکز پېښور کې د پولیسو پوستې ته څېرمه چاودنې لږترلږه نهه کسان وژلي او تر شلو ډېر نور یې ژوبل کړي دي . پولیس وايي برید په یوه سوداګریزه سیمه کې شوی دی .

پېښه نن (چهارشنبه/ د فبرورۍ دویمه) د شمشتو پر لاره شوې ده .

په پېښور کې ځايي خبریال عزیز الله وايي چاودنه په بډه بیره کې شوې ده .

د پولیسو په وینا، په چاودنه کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي .

د بډه بیرې تهاڼې مشر عبدالقادر وايي چاودنه په چاودنه کې اته کسان وژل شوي، خو یوې بلې سرچینې د وژل شویو شمېر نهه کسه ښودلی دی .

پولیس وايي نا مالومو کسانو یوه مارکېټ ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی درولی و، چې ورسوته وچوول شو .

دوه ورځې وړاندې هم په یوه ځانوژونکي برید کې د پولیسو د يوه مشر په ګډون څلور کسان وژل شوي ول او اووه نور ټپیان ول .

پولیس وايي په برید کې یو ګاډی له منځه تللی او نژدې هټۍ هم زیانمنې شوې دي .

افغان پولې ته څېرمه له القاعدې سره تړلو اورپکو په تېر کې د امنيتي چارواکو په ګډون، ګڼ پاکستاني پوځيان او امنيتي سرتېري وژلي دي .

پېښور په تېر کې هم د ګڼو خونړیو بریدونو شاهد و .

ورته مطالب