د فبروري درېيمه – د تاريخ په پاڼو کې

1547: روسي تزار پاچا څلورم ايوان له اناستاسيا رومانووا سره واده وکړ .

1576: څلورم هنري له پارس څخه وتښتېديد.

1690: په لومړي ځل په امريکا کې کاغذي پيسې راووتې.

1783: اسپانيا د امريکا خپلواکي په رسميت وپېژندله.

1815: په سويسزرلنډ کې د پنېر جوړولو لومړۍ نړيواله فابريکه جوړه شوه .

1867: شهزاده موتسوهيتو د جاپان امپراتور شو، چې بياتر ۱۹۱۲ کاله په واک کې پاتې شو.

1915: ترکي او جرمني پوځيان د سويس کانال ته ورسېدل.

1916: د کاناډا په پلازمينه اوتاوا کې د پارلمان اصلي ودانۍ اور واخيست او ونړېده .

1927: په پرتګال کې د جنرال کارمونا پر ضد پاڅون وشو.

1930: د ويتنام کمونست ګوند جوړ شو.

1942: لومړنۍ جاپانۍ الوتکې د جاوا ټاپو پر سر الوتنه وکړه.

1945: د جرمني پر پلازمينې برلين 3000 ټنه بمونه واورول شول.

1966: د سپوږمۍ پر مخ أرامه ناسته وشوه.

1980: محمد علي کلې د امريکا د ولسمشر د استازي په توګه افريقا ته سفر وکړ.