اسرایيلي عسکره د محرمو پوځي اسنادو په افشا کولو پړه شوه

عنات کام د انځور حقوق REUTERS
Image caption ''عنات کام'' منلې چې پټ پوځي اسناد یې رایستلي او په ناقانونه توګه یې تر رسنیو رسولي دي .

په تل ابیب کې یوې جزايي محکمې د اسراییلو یوه مخکنۍ عسکره 'عنات کام' په پوځ کې د خپلې دندې پرمهال د پوځي پټو اسنادو په افشا کولو تورنه کړه .

په دغو پټو پوځي اسنادو کې ځینې هغه مقالې هم شته، چې 'هارټس' ورځپاڼې خپرې کړې او ځینې نورې بیا داسې مقالې دي چې اسراییلي پوځ یې په لړ کې 'د فلسطين د اسلامي جهاد' د عناصرو د وژلو دسیسې په کې جوړې کړې او د وژلو امر یې کړی دی .

دغه پټ اسناد یوه خبریال 'اوري بلاو' په يوه مقاله کې راخیستي او بیا یې د څارنوال په سلا مشوره د اسراییلو استخباراتي ادارې ته سپارلي دي .

رپوټونه وايي چې دغې اسرايیلي پخوانۍ عسکرې (عنات کام) له خپلو مدافع وکیلانو سره تر مشورې وروسته خپل جرم منلی دی .

هغې ویلي "ځینې داسې پټ پوځي اسناد ورسره ول چې خپرول یې له قانونه په ښکاره سرغړاوی و ."

دې ویلي دا اسناد یې له دې کبله خپاره کړي، چې ګني پر هغې د جاسوسۍ لګول شوی تور له ځانه لیرې کړي .

محکمې له دندې د 'عنات کام' د لیرې کولو پرېکړه وکړه .

'جدّاً محرّم اسناد'

د محکمې په خبره په دغو اسنادو کې شاوخوا ۲۰۰۰ ''جداً محرم اسناد'' ول .

کام ویلي چې ګني هغه له ۲۰۰۹ کال راهیسې کلابنده ده .

محکمې لاهم د عنات کام په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو ښايي چې د ۱۵ کلونو بند سزا ورکړي .

ورته مطالب