د بوټو د وژلو په دسیسه کې د مشرف نوم راغلی

پروېز مشرف
Image caption پروېز مشرف دا مهال په لندن کې دی .

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې یا (FIA) یوه څارنوال چوهدري ذوالفقار د ترهګرۍ پرضد له محکمې وغوښتل چې د بې نظير بوټو د وژنې په قضیه کې پروېز مشرف یو تښتېدلی کس اعلان کړي .

څارنوال وايي دا کار ځکه کوي چې ښاغلي مشرف د پلټونکو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې ده .

څارنوال چوهدري ذوالفقار علي وویل پروېز مشرف ته څو ځلې ویل شوي چې پوښتنو ته حاضر شي، خو ځان یې په یوه او بله بهانه غړولی دی .

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې له خوا محکمې ته په وړاندې شویو اسنادو کې د پروېز مشرف نوم هم لیکل شوی دی .

د څارنوال په وینا ، د بې نظير بوټو د وژنې په ورځو کې پروېز مشرف د خپلې واکمنۍ پرمهال د پولیسو یو افسر سعود عزیز له یوه بل ښار نه د راولپنډۍ د پولیسو مشر مقرر کړ، چې ښايي هغه هم د بې نظير بوټو د وژنې په دسیسه کې ښکېل وي .

څارنوال وویل پروېز مشرف ته یې لیکل شوې پوښتنې استولې وې، خو هغه هېڅ ځواب ورته ویلی نه دی.

محکمې ته وویل شول چې دوو نیول شوو پولیس افسرانو د پروېز مشرف په امر د بې نظير بوټو د امنیت نیولو لپاره یو بل ګمارل شوی پولیس افسر له خپلې دندې ګوښه کړای شو، او د ښاغلي مشرف په امر یې د پېښې ځای سم لاسي ومینځه چې په دې سره مهم شواهد له منځه ولاړل .

د پروېز مشرف ویاند محمد علي د مشرف پرضد لګول شوي تورونه رد کړل او وویل چې د سیاسي موخو لپاره د بې نظير بوټو د وژنې په پلټنو کې د پروېز مشرف نوم یاد شوی دی .

هغه وویل چې پروېز مشرف به د خپلې دفاع لپاره قانوني لاره ونیسي .

Image caption بې نظير بوټو د ۲۰۰۷ په دسمبر کې په راولپنډۍ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ووژل شوه .

ښاغلی مشرف دا مهال په لندن کې دی .

نوموړي له برتانیا څخه د 'آل پاکستان مسلیم لیک' په نامه خپله سیاسي ډله اعلان کړې ده .

بې نظير بوټو د ۲۰۰۷ په دسمبر کې په راولپنډۍ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ووژل شوه .

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد، هماغه وو چې د هغه وخت ولسمشر نواز شریف یې راوپرځاوه .

پروېز مشرف په ۲۰۰۸ کال کې له ولسمشرۍ استعفی ته اړایستل شو .