بنګله دېش: محکمې د ۱۴کلنۍ نجلۍ د مړي رایستلو امر وکړ

بنګله دېش
Image caption دا قضايي پرېکړه د عدلي طب له هغه رپوټ وروسته وشوه، چې په کې ویل شوي ول ''هناء بیګم د هېڅ خارجي او یا داخلي ټپ له کبله نه ده مړه شوې. ''

د بنګله دېش سترې محکمې چارواکو ته له قبره د ۱‍۴ کلنې نجلۍ هناء بیګم د مړي رایستلو امر کړی، چې په عام محضر تر ۸۰ درو وهلو څو ورځې وروسته یې ساه ورکړه .

محکمې ویلي چې له دې کار یې موخه د هغې پر مړي د عدلي طب پلټنې ترسره کول دي .

تېره میاشت هناء بیګم له دې امله ۸۰ درې ووهل شوه، چې ګني له یوه واده شوي خپلوان سره یې ناروا جنسي اړیکه نیولې وه .

سترې محکمې د عدلي طب له درو غړو جوړې شوې جرګه ګۍ ته امر کړی چې خپلې پلټنې پیل او د هغې د وژل کېدا سبب مالوم کړي .

دا قضايي پرېکړه د عدلي طب له هغه رپوټ وروسته وشوه، چې په کې ویل شوي ول ''هناء بیګم د هېڅ خارجي او یا داخلي ټپ له کبله نه ده مړه شوې. ''

مدافع وکیل محبوبي علام بي بي سي ته وویل: "محکمې له هغو ځايي ډاکټرانو چې د عدلي طب لومړۍ ازموینې یې د هغې پر مړي ترسره کړې دي، وغوښتل چې د محکمې پروړاندې د پلټنو پایلې د روانې میاشتې پر لسمه نېټه رامخې ته کړي."

دې سرچینې دا هم ویلي چې "هیلمن یو چې د مړي په اړه د عدلي طب رپوټ به تر ټاکل شوي وخت مخکې چمتو شي."

د دغې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي، خو چارواکي د ۱۴ نورو کسانو په لټه کې هم دي، چې یو یې د یوې دینې مدرسې ښوونکی دی .