نن د فبرورۍ ۹، د تاريخ په پاڼو کې

په ١٩٦٩ کال  کې ٧٤٧ ډوله بوينگ الوتکې  لومړۍ سوداگريزه الوتنه پيل کړه د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په ١٩٦٩ کال کې ٧٤٧ ډوله بوينگ الوتکې لومړۍ سوداگريزه الوتنه پيل کړه

نن د دلوې مرغومې ٢٠او د فبرورۍ د مياشتي ٩ نيټه ده، د تاريخ په پاڼو کې نن ورځ دغه پيښې ثبت شو ي دي

په ١٦٦٧ کال کې روسيې او پولند د اندروسوا تړون لاس ليک کړ

په ١٧٨٨ کال کې استرليا د روسيې پرضد د جگړې اعلان وکړ

په ١٨٢٥ کې د امريکې پارلمان جان کوينسي John Quincy د هغه هېواد د شپږم ولسمشر په توگه غوره کړ

په ١٨٤٩ د رومن جمهوريت اعلان شو

په ١٨٧٠ ميلادي کال کې د امريکې وسله وال ځواک د هواپيژندنې د ملي مرکز د جوړولو خبر ور کړ

په ١٨٨٥ کې لومړۍ ډله جاپانيان هوايي ته ورسيدل

په ١٩٠٤ کې جاپان د روسيې پرضد د جگړې اعلان وکړ

په ١٩٢٩ کال کې روسيې، استونيا، پولند او رومانيا د لېتووينو Litvinov په نوم ټړون لاس ليک کړ

په ١٩٣٢ کې د امريکې فضايي بيړۍ کولمبيا د بد طوفان له کبله ټکر وکړ

په ١٩٦٢ کې جيميکا د خپلواکي لپاره تړون لاس ليک کړ

په ١٩٦٩ کال کې ٧٤٧ ډوله بوينگ الوتکې لومړۍ سوداگريزه الوتنه پيل کړه

په ١٩٧١ کال کې اپولو ١٤ بيرته ځمکې ته راستنه شوه

په ١٩٧٢ کي وروسته له مياشتو کاربنديو د برتانيې حکو مت بيړينى حالت اعلان کړ

او په ١٩٨٦ کې د جرمني د لامبو وهلو ټيمونو څلور ځله د ٢٠٠ مترو واټن په اوه دقيقو اولږ د پاسه ٥ ثانيو کې وواهه او ورسره يې نړيوال ريکاد ټينگ کړ

ورته مطالب