نن د فبرورۍ ۱۱، د تاريخ په پاڼو کې

د ١٩٨٦ کال د فبرورۍ  د مياشتې په ١١ نېټه  ايران د عراق پرضد د اتم فجر په نامه بريد وکړ
Image caption د ١٩٨٦ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه ايران د عراق پرضد د اتم فجر په نامه بريد وکړ

نن د دلوې سلواغې ٢٢ او د فبرورۍ د مياشتي ١١ نيټه ده، د تاريخ په پاڼو کې نن ورځ دغه پيښې ثبت شو ي دي

د ١٩٨٦ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه ايران د عراق پرضد د اتم فجر په نامه بريد وکړ

د ١٥٣١ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه اتم هنرې د انگلستان د کليسا د ستر مشر په توگه وپېژندل شو

د ١٧٩٤ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه د امرېکې سنا خپله لومړې پرانستې غونډه تر سره کړه

د ١٨١٤ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه ناروې خپله خپلواکي اعلان کړه

د ١٩٤٤ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه جرمن سر تېرو د اېټاليا اپرېليا ونيوله

د ١٩٦٨ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه اسراييلو او اردن تر منځ د پولې په سر جگړه وشوه

د ١٩٧٠ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه جاپان د نړۍ څلورم هېواد وه چې د اسومي په نوم خپل ستلايت يا سپوږمکۍ يې د ځمکې مدار ته واستوله

د ١٩٧٥ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه د برتانيې پخوانې لومړۍ وزيري مارگريت تاچرې اېدوارد هيت ته د گوند د مشرۍ په سيالۍ کې ماتې ورکړه

د ١٩٧٩ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه د ايران لومړي وزير شاهپور بختيار استعفا ورکړه او ايات اله خميني واک ونيوه

د ١٩٩٥ کال د فبرورۍ د مياشتې په ١١ نېټه د غرب الهند کريکت لوبډلې د خپلو ٥ تنو په سوځولو سره د نوي زيلاند په وړاندې ٦٦٠ منډې جوړې کړې

ورته مطالب