د مصر پوځ: پارلمان ړنګ شو د اساسي قانون مسوده وځنډېده

قاهره

د تحریر میدان د مصر د پلازمېنې قاهرې يوه له گڼې گوڼې ډکه سیمه او څلور لارې ده، خو لاهم په ډگر کې يو شمېر حکومت مخالف لاريوني ولاړ دي او د مصر بيرغونه ښوروي.

د مصر پوځي چارواکو د اساسي قانون د ځنډولو او د پارلمان د ړنگولو اعلان وکړ .

دغو چارواکو يوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د نوي اساسي قانون مسوده جوړه کړي .

د مصر دولتي رسنيو خبر ورکړى چې پوځ به تر شپږ مياشتو يا تر هغه په واک کې وي چې نوي ټاکنې تر سره شي .

پوځي چارواکو دغه اعلان د ولسمشر کلېکاږل حسني مبارک له واکه له ليرې کېدو دوه ورځې وروسته د مصر د کابينې له غونډې وروسته وکړ .

بل خوا، د مصر پوځ د تېرو نژدې درو اوونيو د لاريونونو د مرکز تحرير له ډگره د هغو خلکو ستنولو ته ورستانه شوي چې لاهم دغلته يې درول شوي خيمې او کوډلې ولاړې دي .

پوځ له دغو خلکو غوښتنه کړې چې ډگر خوشی، خپلې خيمې دې ړنگې او دغلته د پېښ شوي کړکېچ انځور ته په ټوليز ډول د پاى ټکى کېږدي.

دغلته پاتې لاريون کوونکي د يو شمېر مصري پوځيانو له خوا کلابند شو .

دا کېدى شي د تحرير د ډگر د لاريون د پا ى ته رسولو پيل وي . په زرگونو لاريون کوونکو اوس ډگر خوشی کړى .

زه پاتې کېږم ، زه دلته پاتې کېږم ، پوځيان ددې لپاره دلته دي چې زموږ ساتنه وکړي، چې زموږ ساتنه وکړي. زه به تر هغه دلته پاتې شم چې دغه انقلاب يا پاڅون پاى ته ورسېږي.

یو لاریون کوونکی

دغه سيمه د مصر د پلازمېنې قاهرې يوه له گڼې گوڼې ډکه سیمه او څلور لارې ده، خو لاهم په ډگر کې يو شمېر حکومت مخالف لاريوني ولاړ دي او د مصر بيرغونه ښوروي.

دوى وايي هله به کورونو ته ستنېږي چې د ديموکراتيکو اصلاحاتو ټولې شوې ژمنې ورته روښانه او عملي شوې نه وي :

یو لاریون کوونکی وايي :

''زه پاتې کېږم ، زه دلته پاتې کېږم ، پوځيان ددې لپاره دلته دي چې زموږ ساتنه وکړي، چې زموږ ساتنه وکړي. زه به تر هغه دلته پاتې شم چې دغه انقلاب يا پاڅون پاى ته ورسېږي. ''

ځينو نورو لاريون کوونکو هم ويل چې لا هم د کلېکاږل حسني مبارک حکومت شته او غوښتل يې چې حکومت دي هم ړنګ شي .

خو ډېرو نورو له واکه د پخواني ولسمشر کلېکاږل حسني مبارک له ليرې کېدو سره جوخت خپله خوښي څرگنده او خپل برى يې ښکاره او ډگر يې خوشی کړى .

اوس داسې ښکاري چې د مصر پوځ په بشپړه توگه د تحرير د ډگر کنټرول ترلاسه کوي، خو دوى دا کار په ډېر دقيق او د کم ځواک په کارولو سره تر سره کوي .

مصر

د قاهرې په ډېرو برخو کې حالت عادي بڼې ته ور گرځېدلى، هټۍ، بانکونه او پوهنتونونه بېرته پرانيستل شوي دي او سړکونه بېرته په عادي خلکو ډک شوي دي .

پوځيان په ډېرې ځيرکۍ سره هڅه کوي مېشت شوي لاريون کوونکي د خپلو درول شوو خېمو ړنگولو ته وهڅوي .

د پوځ ددغې هڅې په مقابل کې کوم لوى خنډ نه دى پېښ شوى، يو شمېر نورو پوځيانو د لاريون کوونکو هغه لويه ډله محاصره کړې وه چې د تحرير ډگر په يوه کونج کې يې موقت لوژ جوړ کړی، ددغه لوژ د لوډ سپيکر سيستم يا غږ پرې شوى.

خو داسې ښکاري چې لا هم يو شمېرلاريون کوونکو دغه سيمه نه ده خوشې کړې، خو پر دغه ډگر را تاوو شويو سړکونو باندې يو ځل بيا ګاډو ته د تگ را تگ اجازه ورکړل شوې .

دارنگه ويلى شو چې پوځ د هغه تاوتريخوالي په له منځه وړلو يا کنټرول اوس بريالى شو، چې په تېرو دوو نيمو اوونيو کې په کې د ټوپکو ډزې، پټرولي بمونو، ډبرې او نور توکي وکارول شول او په دې سره د پلازمېنې قاهرې مرکز عادي حالت ته ور گرځېدونکى دى.

د قاهرې په ډېرو برخو کې حالت عادي بڼې ته ور گرځېدلى، هټۍ، بانکونه او پوهنتونونه بېرته پرانيستل شوي دي او سړکونه بېرته په عادي خلکو ډک شوي دي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .