د حسني مبارک د زامنو ترمنځ ژور اختلاف راغلی

جمال مبارک او علاء مبارک
Image caption علاء مبارك (کيڼ اړخ) پر خپل ورور جمال مبارک د هېواد د فاسدولو تور لګولی .

یوې مصرۍ ورځپاڼې ویلي د لیرې کړای شوي ولسمشر حسني مبارک د دوو زامنو علاء‌ او جمال ترمنځ سخت اختلاف رامنځ ته شوی دی .

علاء پر خپل کوچني ورور جمال مبارک تور لګوي، چې په هېواد کې د فساد د ډېرېدو لامل شوی .

د مصر 'الاخبار' ورځپاڼه کاږي، علاء مبارک پر جمال مبارک، چې د ملي ګوند د تګلارې د جوړونې مشري یې درلوده، تور لګولی چې په وروستیو ورځو کې یې فساد ته لمن وهلې، چې په هېواد کې د پراخه لاریونونو او د دوی د پلار حسني مبارک د استعفی سبب شوې .

علاء زیاتوي، جمال داسې څرګندونې کړې، چې پرضد یې مصريان راپاڅېدل او د پلار کابو دېرش کلنه واکمني يې ړنګه کړه .

ورځپانې د علاء په حواله ليکي، چې جمال مبارک ته دا هم ویلي چې "هېواد دې فاسد کړ، او خپلو ملګرو ته دې د فساد لاره پرانیسته، او پایله یې تا پخپله ولیده. د دې پرځای چې د خپل پلار د ژوند په وروستیو ورځو کې د هغه درناوی وکړې، د هغه انځور دې په خلکو کې لا پسې بد کړ. "

د رویټرز خبري اژانس په حواله، شنونکي وايي جمال جمال خپلو ملګرو ته د کار پرمهال دا فرصت ورکړ چې په واکمن ګوند کې لوړ پوستونه ورکړي .

ډېری مصریانو داسې انګیرله چې ګني مبارک خپل زوی ته د واک د سپارلو ژمنه کړې، خو مخکې له دې چې جمال پر سياسي ډګر راڅرګند شي، په ۹۰مه لسیزه کې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې، چې ګني مبارک غواړي واک خپل زوی علاء جمال ته پرېږدي .

'الاخبار' لیکي، علاء هم سخت په غصه و؛ ځکه چې د مبارک د لومړۍ وینا ثبتول بدل شوي ول، او مبارک خپل مرستیال عمر سلیمان ته ویلي ول، چې ټول واک وسله والې پوځي شورا ته وسپاري .

د اسوشېټېډ پرېس د تېرې ورځې په رپوټ کې بیا راغلي چې د مبارک او د هغه د زوی جمال جګپوړي سلاکاران په دې راضي کړي ول، چې له روان کړکېچه به په خوندي توګه وځي، خو داسې ونه شول .

ورته مطالب