د ۲ امریکایانو په ګډون ۷ کسان پر طالبانو په وسلو پلورلو تورن شول

طالبان
Image caption پر دوو امریکايي وګړو دا تور دی، چې ګني په افغانستان کې د امریکا پر ضد د طالبانو د بریدونو پرمهال یې طالبانو ته توغندي ورکړي چې د نشه يي توکو د کاروبار ځایونه پرې وساتي .

امریکايي چارواکي وايي اووه کسان چې دوه په کې امریکایان دي، په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د وسلو په پېر او پلور او د نشه يي توکو په قاچاق کې په مرسته کولو تورن شوي دي .

پر دغو کسانو تور دی، چې د سوېلي افریقا له لارې يې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود .

پر دوو امریکايي وګړو دا تور دی، چې ګني په افغانستان کې د امریکا پر ضد د طالبانو د بریدونو پرمهال یې طالبانو ته توغندي ورکړي چې د نشه يي توکو د کاروبار ځایونه پرې وساتي .

دغه دوه امریکایان په رومانیا کې نیول شوي، چې د محاکمې لپاره امریکا ته وړل کېږي .

پر نورو بیا تور دی چې له طالبانو سره یې د نشه يي توکو د قاچاق په چاره کې مرسته کړې ده .

پر نیول شویو امریکايانو په لګول شوي تور کې راغلي چې وسله والو طالبانو ته یې يو لړ پرمختللي توغندي ورکړي، چې په اتومات ډول ډکېږي او سربېره پردې یې نورې وسلې هم ورکړې دي .

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، پنځو نورو تورنو بیا په افریقا کې د نشه يي توکو کاروبار کاوه .

پر دوی دا تور هم دی چې د طالبانو شاوخوا یو ټن نشه يي توکي د سوېلي افریقا له لارې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي هېوادونو ته ولېږدوي .

چارواکي وايي پنځه واړه تورن (مارون ساعدي، ولید نصر، فرانسیس ساورو اهیسو، کارولاین دیتو او مارټن راووف بورایما) د روانې میاشتې په لومړیو کې د لایبریايي چارواکو په توقیف کې ول ، چې بیا وروسته امریکايي چارواکو ته حواله شول .

یوې سرچینې ویلي چې ښايي اووه واړه تورن په نیویارک کې محاکمه شي .

یوه امریکايي څارنوال پریت بهارارا ویلي "ټولو تورنو کسانو، چې دوه په کې امریکایان دي، هڅه کوله چې له نشه يي توکو څو میلیونه ډالر برابر او لویې وسلې پرې راونیسي او تر طالبانو پورې یې ورسوي. "