لوړې ژورې: په هند کې د فساد هېروونکې او پراخه کچه

لوړې ژورې: فساد

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وروستي رپوټ پربنسټ، د هغو پيسو کچه چې د فساد او د ټېکس د نه ورکولو له لارې په ناقانونه توگه له لاسه وتلي دي، هند کې ۴۶۲ بېليونه ډالرو ته رسېږي .

په ٢٦ هېوادونو کې له ١٣ زرو کسانو د بي بي سي د يوې نوې تر سره شوې نظر پوښتنې ترمخه لاهم فساد د يوې نړيوالې ستونزې په توگه په ډېره پراخه توگه د بحث وړ مسله ده .

په هندوستان کې هرکال په ميليونونو ډالر په فساد کې ورکول کېږي . حکومت مني چې که په حکومتي سيستم کې ددغې ستونزې مخه و نيسي نو د حکومتي مامورينو گټه وټه به تر ۲۰ په سلو کې لوړه شي .

د پاسپورټ له اخيستلو د ترافيک د جريمو تر پرېکولو پورې د کار د چټکوالي په موخه د بډو يا رشوت ورکول اوس يو معيارگرځېدلى دى .

د بي بي سي د غيرعادي کارونو يا اکسټريم ورلډ Extreme World د پروگرامونو د لړۍ دغه رپوټ له ډيلي څخه د ديويا اريا را استولى چې پښتو بڼه يې متين سمسور جوړه کړې .

فساد د هند د فلم جوړولو په صنعت باليووډ کې يوه لرغونې کيسه ده . دا د عادي ژوند يو ه برخه ده چې هېڅوک پرې غوږ نه گروي او پوښتنه يې نه کوي .

د اوسکار جايزې ته نومول شوى پيپلي لايف يا د پيپلي له کلي ژوندى رپوټ د هند په سياستوالو، ادارې او رسنيو کې د فساد په اړه يو طنزي فلم دى . دا يو ترټولو ليدونکى فلم دى چې هنديان په کې د خپل ژواندانه پر وېروونکو رښتينوليو خاندي :

'' زه دې ته اړ شوم چې د اجازه ليک يا لېسنس د ترلاسه کولو لپاره اضافي پيسې ورکړم . د ټولو سندونو له لرلو سره سره چې بيه يې شاوخوا ۶۰ ډالره کېده، زه اړ شوم چې ۳۰۰ ډالره ورکړ م او لاهم دا يو سيستم دى . ''

"هند په فساد کې لومړى ځاى لرى اوزه فکر نه کوم چې د بډو له ورکولو پرته يو کار دې ترسره شي . په هر ځاى کې فساد شته . کله چې مې پاسپورت جوړاوه ، د تصديق کولو لپاره ، پوليسو رانه ۲۰۰ روپۍ وغوښتلې او زه مجبور وم چې دا پيسې ورکړم. " خو ځينې کسان شته چې په دې برخه کې يوازې نهيلي نه ښيي، بلکې د فساد د مخنيوي په موخه ډېر څه کوي .

روگاناندان يو له دغو کسانو دى چې يوه ځانگړې وېبپاڼه يې جوړه کړې او خلک رابولي چې د بډو د نه ورکولو په اړه خپلې تجربې شريکې کړي :

'' له دې لارې چې خلک د فساد د بېلگو په اړه رپوټ ورکړي ، ښاريان اړباسو چې په دې تړاو خپلې نظريې څرگندې کړي ، اوکله چې په گڼ شمېر کې خلک د فساد د پېښو رپوټ ورکړي ، نو د هغو پربنسټ د فساد د ستونزې طبيعت او د پراخوالي کچه هم څرگندېږي . او د ستونزې په څرگندېدوسره، ستونزه نيمايي هوارېږي . ''

له درو مياشتو راهيسې چې دغه وېبپاڼه پرانيستل شوې ده، تر ۲۵۰۰ ډېرو خلکو د هېواد په کچه د فساد په اړه خپلې کيسې شريکې کړي دي . سارميشتا چې په بنگلور کې ژوند کوي، وېبپاڼې ته يې په دې اړه ليکلي چې څنگه يې مقاومت کړى چې بډې ورنه کړي :

''دا ژور اغېز لري . ځکه ، احساس کوم چې زما په شان ډير داسې کسان شته چې له دې سيستم سره مبارزه کوي . د سيستم مانا له خلکو سره مرسته ده . خو سيستم پر داسې جوړ شوى چې د هغو کسانو لپاره چې نه غواړي چې بډې ورکړي، ډېرې ستونزې رامنځته کوي . سيستم د اسې جوړ شوى چې د فساد د ودې او پراختيا شرايط برابروي . ''

خو هغه څه چې دلته د فساد په اړه اورېدل کېږي او ليدل کېږي، د هغه د مخنيوي په موخه پيل شوې دغه هڅې داسې دي لکه څاڅکى په سمندر کې . د څو اوونيو لپاره د هند پارلمان غونډې د گرځنده تېلې فونونو د لېسنس دورکولو په چاره کې د فساد د ادعا شوو پېښو پر سر له گډوډيو سره مخامخې وې . د همدې لانجې پرسر د هند د مخابراتو وزير له خپلې دندې استعفا وکړه او هغه اعاوې يې رد کړې چې د گرځنده تېلې فونونو لېسنسونه يې د بليونو ډالرو په ارزښت په ارزانه بيه پلورلي دي .

د انځور حقوق AFP

ښاغلى تواري د هند د فساد ضد د کمېسيون مشري کوي . نوموړى د فساد د ځانگړې دغې رسوايۍ په اړه له خبرو ډډه کوي، خو له دې سره موافق دى چې په دې کچه د فساد له پېښو سره مبارزه گرانه ده:

''د حکومت او خصوصي سکتور يوه برخه هم اوس له فساد نه خالي نه ده . فساد تل دوه اړخه لري . په يو اړخ کې د ملکي خدمتونو مامورين راځي چې د خپلې خوښۍ لپاره د پيسو غوښتنه کوي او دويم هغه اړخ دى چې د فساد ملاتړ کوي، ځکه ډيرى داسې خلک شته چې غواړي دوى ته پيسې ورکړي. زه باور نه لرم چې د حکومت اوسنى دوديز سيستم به د فساد په وړاندې مبارزه وکولى شي . ''

حتى د فساد له وروستۍ رسوايۍ د مخه، د همگټو کامن وېلټ هېوادونو په لوبو کې د درغليو ادعاوو هند ته د سخت شرم سبب شو . خو د خلکو سپکاوى دوام لري .

د وروستي رپوټ پربنسټ، د هغو پيسو کچه چې د فساد او د ټېکس د نه ورکولو له لارې په ناقانونه توگه له لاسه وتلي دي، هند کې ۴۶۲ بېليونه ډالرو ته رسېږي .

ورته مطالب