د ایراني سیاست مخکښې څېرې

آية الله علي خامنئي

خامنئي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خامنئي

د ایران ديني لارښود ایت الله علي خامنئي چې په ایران کې تر ټولو ډېره پیاوړې سیاسي څېره ګڼل کېږي .

د نوموړي په امر قاضي القضاة او د وسله وال ځواک د مشرۍ غړي، د جوماتونو ملاامامان او د رادیو تلوېزیون مشران ټاکل کېږي . هغه د ولسمشر په ټاکلو کې هم رغنده رول لوبوي .

علي خامنئي د ایران په انقلاب کې اساسي رول لوبولی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر ایت الله خميني له نژدې ملګرو څخه و . خامنئي له ۱۹۸۱ تر ۱۹۸۹ پورې د ایران ولسمشر او تر هغه وروسته د ایران لوی ديني لارښود وټاکل شو .

ولسمشر محمود احمدي نژاد

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption محمود احمدي نژاد

محمود احمدي نژاد له ۲۰۰۵ راهیسې د ایران ولسمشر دی، نوموړي هم په اسلامي انقلاب کې فعاله ونډه لرله، او په ۱۹۷۹ کال د محصلینو د هغې اتحادیې د بنسټګرو له ډلې دی، چې په تهران کې یې د امریکا په سفارت کې ځینې کسان کلابند کړي ول، خو نوموړی بیا په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا ردوي .

احمدي نژاد له هغه وروسته چې د ۱۹۸۱ کال په ټاکنو کې پر علي هاشمي رفسنجاني مخکې شو، د ایران لومړنی غیرديني منتَخب ولسمشر دی .

احمدي نژاد په کورني او بهرني سیاست کې په سخت والي شهرت لري، خو ویل کېږي چې له هغه سره د بې وزله او پر دین ولاړو کسانو ملاتړ دی، په تېره بیا هغه چې د پلازمېنې تهران بهر اوسېږي .

مير حسين موسوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption میرحسین موسوي

وروسته له هغه چې موسوي د څو کلونو لپاره د لومړي وزير مرستیال، له سیاسته لیرې شو، خو د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې واک ته د رسېدو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې .

میر حسین موسوي په ختيځ اذربایجان کې زیږېدلی بیا یې په تهران کې ودانیزه انجنیري لوستې ده .

هغه د مخکني ولسمشر محمد خاتمي له مخکنۍ سلاکارې زهره رهنورد سره واده وکړ .

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د موسوي ترشا مخکنی ولسمشر علی اکبر هاشمي رفسنجاني ټينګ ولاړ و .

علي اكبر هاشمي رفسنجاني

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رفسنجاني

علي اکبر هاشمي رفسنجاني د تېرې پېړۍ له اتیایمې لسیزې راهیسې د ایران سیاسي ډګر ته راڅرګند شوی دی .

رفسنجاني پر محافظه کارۍ شهرت لري، چې په ایران کې د ديني بنسټ يوه اصلي برخه ده، خو له لوېديځ سره د خبرو ډېر پلوی دی .

رفسنجاني له ۱۹۸۷ کال راهیسې د ایران ولسمشر و، په ۲۰۰۵ کال کې هم ټاکنو ته ودرېد، خو د احمدي نژاد پروړاندې یې ماتې وخوړله .

رفسنجاني لاهم یوه پیاوړې سیاسي څېره ده، چې د دوو قوي ادارو کارپوهانو شورا او د نظام د ګټو د ساتنې د ټولنې مشري لري .

اصلاح غوښتونکي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اصلاح غوښتونکي

د ایران اصلاح غوښتونکې ډله سیاسي بڼه لري، چې په دغه هېواد کې د سیاسي تنظيمونو او ګوندونو له خوا اداره کېږي، دغه ډله په هېواد کې د محمد خاتمي د اصلاح، ازادۍ او دیموکراسۍ د نظريو د پراختیا لپاره کار کوي .

خاتمي په ۱۹۹۷ کال د ایران ولسمشر و، چې ډېره هڅه یې اصلاح راوستل، د وینا ازادي او د بې کارۍ پرضد مبارزه وه .

د ۲۰۰۹ کال ټاکنو ته هم کاندید شو، خو د میر حسین موسوي په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو .

میر حسین موسوي، محسم میردامادي، هادي خامنئي او مصطفی تاج زاده هم د اصلاحیانو په ډله کې راځي .

خو په دوی ټولو کې د اصلاحي خوځښت روحاني مخکښ ایت الله حسین علي منتظري و .

انقلابي ګارد او پوځ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوځ او د انقلاب ساتونکي

د ایران وسله وال پوځ له انقلابي ګارډ او امنيتي سرتېرو جوړ دی، چې د دواړو مشري یوه ده .

انقلابي ګارد تر انقلاب وروسته د اسلامي نظام د دفاع او له پوځ سره اوږده په اوږه د درېدو په خاطر جوړ شو، او اوس انقلابي ګارد په ایران کې یوه قوي پوځي، سیاسي او اقتصادي قوه بلل کېږي، چې له لوی ديني لارښود سره نژدې اړيکي لري .

د انقلابي ګارد شمېر تر ۱۲۵ زرو اوړي، چې ځمکني، هوايي او سمندري یونټونه په اختیار کې لري، او د ایران د ستراتيژيکو وسلو واک هم لري .

ملېشه (بسیج)

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملېشه

انقلابي ګارد د ملېشې یا ''بسیج'' د مشرۍ واک هم لري، بسیج له اسلامي رضاکارانو جوړه ده، چې شمېر یې تر ۹۰ زرو نارینه او ښځينه اوړي .

بسیجیان تر ډېره په اړدوړ او لاریونونو کې واټونو ته راوځي او د اخ و ډب مخه نیسي، او د ایران په هر ښار کې څانګې او غړي لري .

اخوندان

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اخوندان

په ایراني ټولنه کې د پخوا په څېر اوس د ديني کسانو او ملایانو نفوذ لږ شوی، خو ملایان لاهم د ډېرو ادارو د مشرانو په ټاکلو کې مستقیمه ونډه لري .

د ایران مخکني ولسمشر محمد خاتمي پر ملایانو تور لګولی و، چې ګني د اصلاحاتو راوستو په مخ کې خنډ ګرځېدلي دي .

د ایران قضايي سیسټم د دیني کسانو او ملایانو په لاس کې دی .

ورته مطالب