په بحرين او ليبيا کې د حکومتونو ضد لاريونونه روان دي

بحرين د انځور حقوق REUTERS

د بحرين په پلازمېنه منامه کې بيا هم ګډوډي وه ، زرګونه لاريونو له پوليسو سره بيا نښتې کړې دي.

ويل کېږي چې پوځيانو پر هغو لاريون کوونکو ډزې کړې، چې د مرغلرو د ډګر د نيولو تکل يې لاره او په پايله کې يې شاوخوا دولس تنه ژوبل کړي دي.

امنيتي ځواکونو پرلاريون کوونکو اوښکې بهوونکی غاز شيندلی او ان پوځي ټوليو د خلکو د خورولو لپاره د هغو د سرونو له پاسه د دافع هوا ګولۍ ويشتلې دي.

وروستۍ نښتې هغه مهال وشوې چې لاريون کوونکو د سني شاهي کورنۍ نسکورول غوښتل چې له ۲۰۰ کلونو راهيسط پر بحرين واک چلوي.

وليعهد شيخ سلمان بن حامد الخليفه له خلکو څخه د کرارۍ غوښتنه وکړه.

له يمنه هم د لا زياتولاريونونو ريپوټونه ورکړل شوي او حکومت مخالف احتجاج کوونکي د ولسمشر علي عبدالله صالح سملاسي استعفا غواړي.

د انځور حقوق af

د جمعې تر لمانځه وروسته لاريون کوونکي په پلازمېنه سنا کې سړکونو ته را ووتل خو د حکومت پلوو لاريون کوونکو لخوا يې، چې کوتکونه ورسره ول، مخه ونيول شوه.

په جنوبي ښار تايزکې هم زرګونه کسان را ټول شوی ول او نارې يې وهلې ((مړدې وي ديکتاتور!))

امام جبري اليمني د جمعې د لمانځه په خطبه کې له لاريون کوونکو څخه د ارامۍ غوښتنه وکړه او هغوی يې سولې ته را وبلل.

له ليبيا څخه ريپوټونه وايي چې په تېرو ۳ ورځو کې له پوليسو سره په نښتوکې ۴۶ تنه وژل شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي د روغتونونو سرچينو ورته ويلي چې ډېر ژوبل شوي پر سر، ټټر او مرۍ لګېدلي دي.

د اسوشتېد پرېس اژانس وايي د يوه روغتون داکټر ورته ويلي چې ۳۵ جسدونه يې پخپلو سترګو ليدلي دي.

له بن غازي څخه ريپوټونه وايي ډېرو لاريون کوونکو تر نيمې شپې پورې خپلې مظاهرې ته دوام ورکړ.