امريکا د لېبيا پر ضد د ټلوالې جوړلو هڅه کوي

قذافي د انځور حقوق Reuters

متحد ه ايالتونه هڅې کوي چې د لېبيايې چارواکو پر وړاندې يو نړيوال همغږى تړون رامنځ ته کړې . موخه يې داده چې لېبيايي چارواکي اړ کړي چې د پاڅون کوونکو پر وړاندې تاوتريخوالی ودروي.

تمه کېږي چې ولسمشر اوباما د بريتانيا له لومړي وزير او خپل فرانسوي سيال نيکولاس ساغکوزي سره په دې اړه سلامشورې وکړي.

په واشنگټن کې د بي بي سي خبرياله کيم غتاس وايي چې متحده ايالاتو د بشري حقونو له سازمانه د لېبيا د ويستلو غوښتنه کړې.

دغه سازمان په جينوا کې دى او لېبيا يې تېر کال غړيتوب تر لاسه کړ.

متحده ايالات دارنگه د دوه اړخيزو او څو اړخيزو بنديزونو د لگولو په لټه کې دي، خو په لنډ مهال کې ټول پام په لېبيا کې له خلکو سره د تاوتريخوالي پاى ته رسولو ته دی .

تېره ورځ ولسمشر اوباما وويل، د هغه د ملي امنيت ډله په دغو ټولو انتخابونو باندې فکر کوي .

خبريالانو د سپينې ماڼۍ له ويانده وپوښتل چې ايا په دغو انتخابونو کې پوځي زور کارول هم شامل دي؟ هغه دا امکان هم رد نه کړ .

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په پوځي غبرگون هم بحثونه شوي او په دې فکر کېږي، چې ولسمشر اوباما ته يې وړاندې کړي.

خو که د معمر القذافي حکومت لکه د مصر او تونس په څېر ړنگېږي، نو په دغه هېواد کې به واک چاته لاس ته ورځې .

ځکه چې دغلته سيا سي گوندونو فعاليت نه لاره او تر اوسه را پورته شوي ډېر پاڅونکونکي هم قبايليان بلل کېږي .