اجمل خټک، ژوند، شاعري او سیاست ''ځانګړې مرکه''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له اجمل خټک سره د هغه پر شعر، سیاست او ژوند ځانګړې مرکه

اجمل خټک
Image caption اجمل خټک په نظم او نثر کې لسګونه اثار ليکلي دي، خو په پښتو شعر کې يې د (( غيرت چيغه)) نومې شعري مجموعه د ملتپالې يا نشنلسټي شاعرۍ شاهکار ګڼل کېږي.

اجمل خټک د پښتو شعر په اسمان کې يو ځلانده ستوری او د پښتون ملتپال سياسي ډګر يو لوبغاړی و.

نوموړی يو کال وړاندې د همدې فبرورۍ په مياشت کې په ۸۵ کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېدی او پېښور ته نژدې پخپل پلرني ټاټوبي اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو.

اجمل خټک په نظم او نثر کې لسګونه اثار ليکلي دي، خو په پښتو شعر کې يې د (( غيرت چيغه)) نومې شعري مجموعه د ملتپالې يا نشنلسټي شاعرۍ شاهکار ګڼل کېږي.

زموږ همکار داود اعظمي چې اوس په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر دی اته کاله وړاندې له اجمل خټک سره په اکوړه خټک کې، د هغه په کلي کې يوه ځانګړې مرکه کړې وه ، چې دا دی تاسې يې اوس اورېدو ته رابولو.

په دې مرکه کې د اجمل خټک د شعر او ادبي هلو ځلو تر څنګ پر پښتو شعر، شعر و سياست، پښتون ملتپال سياست او روانو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو خبرې شوې دي .

ورته مطالب