تونس بيا څپ څپانده شو

تونس د انځور حقوق REUTERS
Image caption په تونس کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې په پلازمېنه کې حالات لا هم ترينگلي دي او د پوليسو او اعتراض کوونکو اخ وډب لا روان دى.

پيل له عربي افريقا نه کوو:

په تونس کې د ترخو مظاهرو په منځ کې د حکومت مشرتابه ته نوى کس غوره شوى دى. دا سړى چې باجي قايد سېبسي نومېږي د محمد غنوشي ځاى نيسي چې پرون ناوخته يې د پراخو اعتراضونو له امله استعفى وکړه.

ښاغلى غنوشي د خپل مخکني مشر- زين العابدين بن علي تر تېښتې وروسته شپږ اوونۍ پر دغې څوکۍ پاتې شوى و. مظاهره کوونکو دى د بن علي د پرزول شوي رژيم سړى باله چې باور پرې نشي کېداى.

د ښاغلي غنوشي تر استعفى لږ وروسته، لنډمهالي مشر فواد المبزع وويل چې د نوي صدراعظم دنده يې ښاغلي سېبسي ته سپارلې ده:

"ما له باجي قايد سېبسي نه وغوښتل چې د صدراعظم دنده پر غاړه واخلي او هغه هم په مننې سره ومنله".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اېليوت ماغي په خپله استعفى پاڼه کې ليکلي چې کوم بد کار يې نه دى کړى، خو نه غواړي چې پرې دې نيوکې د فرانسې د اغېزناکې بهرنۍ تکلارې د لارې خنډ شي.

باجي قايد سېبسي يو پخوانى سياستوال دى چې د حبيبو رقيبه په مشرۍ يې د يوه خپلواک هيواد په توگه د تونس په لومړني حکومت کې د بهرنيو چارو وزارت دنده درلوده. هيله کېږي چې دى به په دې کړکېچن پړاو کې تونس د ولسواکۍ پر لور وڅکوي. خو پوښتنه داده چې آيا دغه استعفى او دا گومارنه به کافي وي چې اعتراض کوونکي قانع کړي او که نه. ځينو ويل چې تر هغو به له اعتراضونو نه لاس وانخلي چې د ټاکنوو پر ژر کېدو ډاډه شوي نه وي. يوه تونسي وگړي – کمال بينو يونس بي بي سي ته وويل چې د ولس د رضا کولو لپاره بايد لومړى يو شمېر کارونه تر سره شي:

"لومړى ددې رژيم حتمي پاى او ددې خبرې حتمي اعلان چې ټاکنې به څه وخت کېږي. دويم د ښه نيت داسې هڅې چې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، لکه کارموندنه او نور او که دا نشي کېداى نو روښانه دې شي چې ولې".

په تونس کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې په پلازمېنه کې حالات لا هم ترينگلي دي او د پوليسو او اعتراض کوونکو اخ وډب لا روان دى.

له تونس سره په تړلې پوه بله پرمختيا کې، د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرې ميشيل ايليوت ماغي هم تر هغه وروسته استعفى وکړه چې نوم يې د تونس د پخواني ولسمشر زين العابدين بن علي له يوه ملگري سوداگر سره په تړلې رسوايۍ کې راڅرگند شو. آغلې اېليوت ماغي درې مياشتې د مخه د بهرنيو چارو وزارت څوکۍ تر لاسه کړې وه.

هغه د تونس د اعتراضي غورځنگ په هماغه پيل کې تېره مياشت، هغه هيواد ته ورغلې وه او د سفر لپاره يې دهمدغه سوداگر له شخصي الوتکې نه کار اخيستى و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي غنوشي تر استعفى لږ وروسته، لنډمهالي مشر فواد المبزع وويل چې د نوي صدراعظم دنده يې ښاغلي سېبسي ته سپارلې ده

ويل کېږي چې وزيره تونس ته په رخصتۍ ورغلې وه او دوه ځله يې ددغه سوداگر په الوتکه کې سفر کړى و.

دې رسوايۍ د فرانسې ولسمشر نيکلا ساغکوزي سخت پيکه کړ چې د ځينو له نظره د منځني ختيځ له زورواکو رژيمونو سره د فرانسوي سياستوالو د ناسالمو شخصي اړيکو يوه بېلگه ده.

اېليوت ماغي په خپله استعفى پاڼه کې ليکلي چې کوم بد کار يې نه دى کړى، خو نه غواړي چې پرې دې نيوکې د فرانسې د اغېزناکې بهرنۍ تکلارې د لارې خنډ شي.

ټاکل شوې چې د هغې ځاى سابقه لرونکى سياستوال آلن ژوپې ونيسي چې يو ځل د مخه هم په ١٩٩٠ مو کلونو کې د بهرنيو چارو وزير و.

ورته مطالب