برتانیا د معمرقذافي ټولې پانګې کنګل کړې

معمر قذافي د انځور حقوق Other
Image caption سره له دې چې ښاغلى قذافي لا په طرابلس کې په واک کې دى، خو د مخالفت لاريونونه روان دي .

برتانيا په کور د ننه د لېبيا د مشر معمر قذافي او د هغه د کورنۍ ټولې پانگې کنگل کړې .

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو پرېکړه ليک د برتانيا حکومت ته لاره روښانه کړه چې د قذافي دکورنۍ پانگې کنگل او هغوى دغلته بانکي اکونټونو او له نورو سره شريکو جايدادونو ته لاسرسى ونه لري .

يوې حکومتي منبع وويل چې په برتانيا کې د قذافي د کورنۍ پانگې کېدى شي تر يو ميليارد پوڼډو زياتې وي .

د برتانيا لومړي وزير له ډگرمن قدافي وغوښتل چې نور واک خوشي کړي :

''پر پانگو بنديز، پر سفرونو بنديز، د پانگوکنگلول ټول هغه گامونه دي چې موږ د لېبيا د رژيم پر ضد پورته کړل چې ورته وښيو، څومره دوى گوښي شول . نو يو ډېر روښانه پيغام ډگرمن قذافي ته دادی چې نور ولاړ شي . هغه بايد همدا اوس ولاړشي . د لېبيا په راتلونکي کې د هغه واکمني نوره نه ښکاري، هېڅ نه ښکاري .''

بل خوا د لېبيا له تاوتريخوالي څخه تونس ته د کډوالو سيل ور مات دى، د خير ښېګڼې اداري وايي چې په لسگونو زره کسان چې له شخړو تونس ته ور تښتېدلي بشري مرستو ته اړتيا لري .

ملگرو ملتونو په نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په بېړنۍ توگه د خوراکي توکو، خېمو او شړيو مرستې وکړي .

مرستندويه ټولنونورو سيمو ته د ور تښتېدلو کډوالو د استولو هڅې تېزې کړي . تېره ورځ (یکشنبه) په ١٧ الوتنو کې په زرگونو کډوال مصر ته واستول شول .

نن به گڼې نور الوتکې او بېړۍ د خلکو په ويستلو کې مرسته وکړي .

بل خوا په لېبيا کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د معمر قذافي له واکه د هېواد نورې سيمې او ښارونه هم د ياغيانو يا مخالفانو لاس ته ورځي .

سره له دې چې ښاغلى قذافي لا په طرابلس کې په واک کې دى، خو د مخالفت لاريونونه روان دي .

د بي بي سي يو خبريال جرمي باون د لېبيا لوېديځ 'زاويه' ښار ته تللی چې څو ورځې وړاندې د ياغيانو لاس ته کېوت .

دى وايي د ښار مرکز د ياغيانو په لاس کې دى . دوى يو ټانک د دافع هوا وسلې، راکټونه، لاسي بمونه او ډول ډول سپکې وسلې لري .

ياغيان وايي له لس ورځو راهيسې د زاويې کنټرول له دوى سره دى . لاهم په دغه ښار کې سلگونه خلک د حکومت پر ضد خپلې نارې وهي او شعارونه ورکوي :

''زاويه د پلازمينې په لوېديځ ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده، خو د زاويې له ښاره بهر بيا يو شمېر خلک د ښاغلي قذافي په ملاتړ کې راغونډ شوي او د هغه تصويرونه او شعارونه يې پورته کړي .

خو دغلته په زاويې کې دواړه غاړې خلک د کورنۍ جگړې د خطر د رامنځ ته کېدو په اړه اندېښمن دي .''

د خليج په عمان کې دوه کسان هغه مهال ووژل شول، چې پوليسو په صنعتي ښار 'سوهار' کې پر لاريون کوونکو د ربړي گوليو ډزې وکړې او پنځه نور ټپيان شول .

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو پرېکړه ليک د برتانيا حکومت ته لاره روښانه کړه چې د قذافي دکورنۍ پانگې کنگل او هغوى دغلته بانکي اکونټونو او له نورو سره شريکو جايدادونو ته لاسرسى ونه لري .

سیمه ييزې رسنۍ وايي چې په سلگونو لاريون کوونکو د تنخواگانو د ډېرېدو، د بيو د ټيټېدو او د فسا د د ختمېدو غوښتنې کولې .

پوليسو د لاريون کوونکو د خورولو لپاره اوښلن گاز او ربړي گولۍ وکارولې، حکومت د دغو لاريونونو په ځواب کې په کابينه کې بدلونونه اعلان کړل، خو د عمان پاچا سلطان کابوس بن سيد چې له ٤٠ کلونو راهيسې په واک کې دى، اوس پوهېږي چې حکومت يې په عربي نړۍ کې د پيل شوو لاريونونو له خوځښته خوندي نه شي پاتې کېداى .

هندوستان هم له لېبيا څخه د خپلو ۱۸ زره هندي کارگرو ويستل پيل کړل .

لومړۍ الوتکې چې څه باندې ۵۰۰ هنديان په کې ول، په ډيلي کې کښته شوه يوه بله بېړۍ د لېبيا د بنغازي بندري ښار ته رسېدلې چې نور هنديان را واخلي .

ورته مطالب