قوالي ويونکي: قوالي نېغ په نېغه زړه ته ننوزي

موسيقي غږونکي او سندرې ويونکي د لاهور په دغه زيارت کې سره راټول شوي چې قوالي سندري او موسيقي وغږوي .

دا په سويلي اسيا کې د صوفي اسلام دشته والي څوگندې نښې دي .

صوفيان وايي دا دخداى پاک د يادولو د سفر اصلي لاره ده. يوه صوفي راته وويل چې دلته تل خلک خوځېږي راخوځېږي که هغه د سندرو او يا هم دنڅا په ډول ځکه چې ددوى په باور همدا د خداى د يادولو نړۍ ته د ورد ننوتو هڅه ده .

علي رضا په خپله کورنۍ کې د صوفي سندرغاړو په لړ کې د څلورم نسل سندرغاړى دى، وايي: (( کله چې تاسو نورې موسيقۍ ته غوږ نيسۍ، نو د لږ وخت لپاره به يې واورئ خو قوالي موسيقي که ته يې په ژبه هم ونه پوهېږي نېغ په نېغه د سړي زړه ته ننوزي او ته به د قوالي موسيقي دا جادو حس کړې ديته وايي روحاني موسيقي چې نيغ په روح او مغزو منگولې خښوي .))

خو تصوف يوازې په موسيقى نه خلاصه کيږي . د لاهورددغه بډايه کلي په دغه کور کې په اوونۍ کې يو ځل ميرمنې سره را غونډيږي چې د تصوف اصول ياد کړي ما نا داچې خپل ذهن پاک او خپل خداى ته ددوى په وينا زړونه پرانيزې . شفق حسين له ١٩ کلونو راهيسې صوفي ښوونکی دى .

په تصوف کې دوه يا درې شيان دي چې موږ يې بايد ډير تر سره کړو . يو يې ذکر دى چې په زوره يې وايو ، بل يې فکر کول . نودا اساسا هغه څه دي چې موږ ېې دلته تر سره کوو ، موږ دغه ډول په زوره ذکر کوو اوله کلونو راهيسې خلک دلته راځي .

عياده نقوي د ښاغلي شفق لور او د اسلامي تصوف يوه ښوونکې ده ، هغه وايي تصوف په سويلي اسيا کې د اسلام اساس دى .

اسلام د نړۍ د غې برخې ته د تصوف له لارې راغلى . دا صوفيان وو چې دلته راغلل او د مينې ، عدالت او ښکلا د پيغام لرونکى دين يې د لته خپور کړ. د لته نه جگړه وشوه او نه تورې را وويستل شوې .

زمو ږ اسلام د منځني ختيځ له سخت دريځې اسلام سره ډير توپير لري . تاسو زموږ دين زموږ له دودونو څخه نشئ جلا کولى. دا زموږ په موسيقي او زموږ په فولکلور کې روښانه ښکاري . موږ يو صوفي هيواد لرو او تر اوسه چې په پا کستان کې کومه مبارزه روانه ده د اسلام د روح لپاره ده .

دغه کړکېچ د تصوف او تند لاري وهابي اسلام ترمنځ ده چې طالبان اوالقاعده يې ملاتړي دي چې د پاکستان د شمال لويديځو په يوشمير قبايلي سيمو کې نفوذ لري .

دوى په ١٩٨٠ لسيزه کې د امريکا د متحدو ايالتونو او سعودي عربستان لخوا وهڅول شوچې له شورويانو سره په افغانستان کې د جگړې لپاره اسلامي جنگياليان وگماري .

خو دا د مرکزي پا کستاني صوفيانو لپاره د پا کستان دکابينې د يوه وزير او صوفي سردار اصف علي په وينا دمنلو وړ نه ده .

وهابي توب د اسلام هغه قومي بڼه ده چې د سعودي عربستان له ريگي ډاگونو راغلى . دا کيدى شي د د سرحدي سيمو د قبايلولپاره په زړه پورې وي ،خو هيڅکله به د پاکستانۍ ټولنې په بنسټ کې ځاى ونه مومي .

نوکيدى شي د پاکستان تصوف او سوله ييز اسلام د تند لاري پروړاندي ددفاع په توگه وکارول شي . يو امريکايي مفکر له دغه څه څخه دفاع کوي .

دغه نوى زيارت دا ښيي چې په تصوف کې عنعنوي ژوند کول او دودونه پاتې دي ، خو ښاغلى ممتاز شک کوي چې دغه تصوف به د سيا سي ريښې لرونکي وهابي پديدې پر وړاندې ودريد، امريکايانو ته په کار ده چې لږ په ژورتيا سره فکر وکړي . څه ته چې ته گوري زما په باور هغه په پرمختللې نړۍ کې هغه څه ته چې پيښيږي ځواب دي .

دلته د بريد کونکو او يرغلگرو پرضد قهر، ناخوښي او غوصه موجوده ده چې دا ډير پياوړى کړکيچ دى دايوډول زور زياتى دى چې له اسلام او تصوف سره اړخ نه لگوي .

بل خوا عياده نقوي په دې باور ده چې تصوف هم کولى شي سيا سي رول ولوبوي ، خو هغه د لويديځ د ملاتړ له اړخه په دې برخه کې د خطر د پيښيدو خبردارى ورکوي.

دا د شجاع جمال زيارت دى چې د پنجشنبې پرماښام پکې د طبلې وهلو د ناستې له کبله ډېر مشهور دى .

ځوانان او يو شمېر زاړه کسان د يوې گردې دايرې په ډول سره را غونډ شوي . ځينې ناست دي او ځينې يې ولاړ دي ځينې تاويږي را تاويږي . يو شمير يې له ډيرې خوښۍ له ځانه سره بوخت دي . او فضا ټوله په دود او بخار ډکه ده .

دا هغه څه نه دي چې په لويديځ کې دپا کستان د اسلام په اړه تصويد ورکول کيږي خو دغه په زړه پورې تصوف د طالبانو له پراخيدونکي اسلامي مفکوري څخه ډير ليرې دى . چې داد تصوف ، ددوى د فولکلور پياوړتيا ده .

دغو سختو احساساتو او شور زوږ ته په کتو سره داسې ښکاري چې په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان د زيارتونو صوفيان د طالبانو تر اغيزې او واک لاندې رانشي ، خو ايا تصوف کولی شي چې د تندلاري اسلام د خپرېدا مخه ډب کړي ، او که هرو مرو بايد دا کار وکړي چې دا بيا يوه بله پوښتنه ده .