نن د مارچ دویمه، د تاريخ په پاڼو کې

ويتنام
Image caption په 1966 کې په ويتنام کې د امريکايي پوځيانو شمېره 215000 تنو ته ورسېد

په کال 1776 کې امريکايي پوځيانو په بوستون کې پر برتانوي پوځيانو ګولۍ وورولې.

په 1819 ميلادي کال کې امريکا د کډوالۍ لومړی قانون جوړ او پاس کړ

په 1836 کال کې د تګزاس جمهوريت له مکسيکو خپلواکي اعلان کړه

په 1855 کال کې الکساند رومانف د روسيې تزار يا پاچا شو

په 1996 کې ايتالويانو په حبشې کې ماتې وخوړه

په 1901 کال کې په هاواي کې د تيلګراف لومړۍ کمپنۍ په کار پيل وکړ

په 1919 کال کې د شوروي اتحاد په کرملين ماڼۍ کې د کمونستانو لومړنۍ غونډه جوړه شو

په 1933 کال کې په جاپان کې د 180 کلونو را په ديخوا تر ټوله سخته زلزله وشوه

په 1958 کال کې يمن له عربي ټولنې سره د يوځاي کېدو اعلان وکړ

په 1966 کې په ويتنام کې د امريکايي پوځيانو شمېره 215000 تنو ته ورسېد

په 1969 کال کې د چين او روسيې په سرحدي سيمه کې نښته شوه چې 70 تنه پکې ووژل شول

په 1984 کال کې پر عراق د ايران يرغل له ماتې سره مخ شو

په 1997 کال کې د سعودي ميليارد وليد بن طلال د اپل کمپنۍ کې پنځه سلنه شريک شو

ورته مطالب