د قذافي ځواکونه هڅه کوي له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي

برګه ښارګوټی د انځور حقوق Getty

په لېبيا کې د حکومت ضد مخالفين له برګه ښارګوټي څخه، معمرالقذافي ته د وفادارو پوځيانو د وتلو له امله خوښۍ او لمانځنې کوي.

په لېبيا کې تر دوو اونيو نا کراريو وروسته ولسمشر معمر القذافي ته وفادار ځواکونه هڅه کوي چې ددغه هېواد په ختيځ کې د مخالفينو لاس ته لوېدلې سيمې بېرته ونيسي.

د چهارشنبې پر ورځ معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو د بن غازي ښار په خوا کې برګه ښارګوتي ته يو شمېر پوځيان واستول، چې بېلابېل پوځي ګاډی يې په واک کې ول.

حکومتي ځواکونو د مخالفينو له مرکز بن غازي ۲۰۰ کيلومتره لېرې د تېلو د چاڼولو يو مرکز نيولی دی.

په داسې حال کې چې مخالفين يې په مقابل کې جګړه کوي ، د بي بي سي د نړيوالو چارو خبريال جان سېمپسن د برګه ښار ته رسېدلی، او د سترګو ليدلی حال داسې بيانوي: ((

دا هغه ځای دی چې معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو نيولی، معلومه نه ده چې دوی څومره سيمه نيولې خو ددې ښار پوهنتون يې نيولی دی.

د انځور حقوق Reuters (audio)

زه همدا اوس د پوهنتون تر شا ولاړ يم، د قذافي ځواکونه له واټونو وتلي او هغو سيمو ته تللي چې مخکې پکې مېشت و.

حکومتي الوتکې بمبار کوي، او مخالفين چې کله د ټلوېزيون کمرې وګوري نو هوايي ډزې کوي.

په برګه کې حالات بدلېدونکي دي او ښايي د معمر القذافي ځواکونو بيا سيمې ته راستانه شي.))

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېګ په لومړي ځل د معمرالقذافي د حکومت د مخالفينو له يوه مشر سره ټېليفوني خبرې کړې دي.

عبدالفتاح يونسي العبيدي مخکې د لېبيا د کورنيو چارو وزير او د معمر القذافي د ځانګړو ځواکونو مشر و، چې اوس له مخالفينو سره يو ځای شوی دی.

بريتانيايي چارواکي وايي دواړو خواوو په لېبيا کې د روانو ناکراريو او د نړيوالو مرستو پر پلان خبرې وکړې.