د ''کو کاکولا'' پر سر د قذافي د زامنو شخړه

محمد (ښۍ خوا) المعتصم (کيڼه خوا) ته له خپلې ونډې ورتېر شو .
Image caption محمد (ښۍ خوا) المعتصم (کيڼه خوا) ته له خپلې ونډې ورتېر شو .

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۵ کال لېبیا ته د کو کاکولا کمپنۍ ننوته، ددغه هېواد د ولسمشر معمرالقذافي د دوو زامنو ترمنځ د دغې کمپنۍ د مشرۍ پرسر شخړه پیل شوه .

د ویکیلیکس وېبپاڼې په حواله چې د یوه امریکايي دپلومات له خولې یې ليکلي ول، د دواړو وروڼو ترمنځ دغه اختلاف ان تر وسله والې نښتې پورې هم ورسېد، چې دواړو د ځان پلوې ملېشې ته وسلې ورکولې.

د اسنادو پربنسټ، د وروڼو ترمنځ دغه زیاتېدونکې شخړه د دوی د خور عايشې په منځګړيتوب څه ناڅه حل شوه، خو لاهم د شخړې په درشل کې یو کارکوونکی ووژل شو، او د قذافي د کاکا یو زوی د ګاډي په بکسه کې واچول شو، او د کاکولا جوړولو شرکت د څو میاشتو لپاره وتړل شو .

د ''نیویارک ټایمز'' ورځپاڼې په حواله، له دې پېښو سره د قذافي کورنۍ وضعیت په ډاګه شو، چې څرنګه په ملي پانګو خېټه اچول غواړي، چې دا چاره په زیاتره عربي هېوادونو کې د واکمنو کورنیو لخوا ترسره کېږي .

کوکاکولا او ځینو نورو شرکتو په لېبیا کې وروسته له هغه پانګونې ته زړه ښه کړ، چې د دغه هېواد ولسمشر معمرالقذافي د اتومي وسلو له پروګرامونو لاس واخیست .

خو د کوکاکولا شرکت د کار له بېرته پیلېدا سره د قذافي د دوو زامنو محمد البکر - د لومړۍ ښځې مشر زوی - او المعتصم ترمنځ د شرکت د مشرۍ پرسر ناندرۍ او شخړه پیل شوه .

نیویارک ټایمز د کوکاکولا د یوې ویاندې کیري ټرېسلر په حواله لیکي ''په لېبیا کې په ۲۰۰۶ کال د شرکت کارونه په پټه ودرېدل خو په وروستي پړاو کې ستونزه حل شوه.''

ویانده زیاتوي چې کو کاکولا خپل تولیدات بند کړي او د اوسنیي بحران په لړ کې هکه پکه پاتې ده .

افشا شوي اسناد وايي چې دوه پوځي ګاډي د کوکاکولا ودانۍ ته له وسله والو سره ننوتل او له کارګرو یې مخکې له دې چې کارخانه وتړل شي، د وتلو غوښتنه وکړه .

د یوه بهرني کارګر تر وژل کېدو او د ځينو توکو تر ماتولو وروسته د المعتصم ځواکونو د کارخانې واک ترلاسه کړ .

اسناد دا هم وايي چې لېبیايي چارواکو د کارخانې د بندولو لپاره هېڅ قانوني لاره نه درلوده .

د دواړو وروڼو ترمنځ دا شخړه تر تېرې فبرورۍ پورې اوږده شوه، خو بیا د المعتصم ملاتړي د محمد کور ته ورغلل د هغه یو خپلوان یې وواهه او له ځانه سره یې یووړ .

د شرکت د اداري شورا یوه غړي ته له لېبیا د سم لاسي وتلو امر وشو، که نه د المعتصم د کسانو له خوا به ونیول شي .

دا ستونزه تر هغه اوږده شوه، چې د قذافي يوازېنۍ لور عایشې د دواړو وروڼو ترمنځ شخړې ته ورودانګل او دواړو ته یې وړاندیز وکړ چې محمد په شرکت کې خپله ونډه پر المعتصم وپلوري، او المعتصم د محمد د کسانو له ځورولو لاس واخلي .

ورته مطالب