د لېبیا 'زاویه' ښار تر سختو نښتو وروسته اوس ارام شوی

لېبيا
Image caption د لېبيا د حکومت ځينو مخالفانو ويلي داسې خبرې اترې روانې دی چې له مخې يې دوی 'سرت' ښار ته په سوله ييز ډول ننوځي .

له هغه راهيسې چې په لېبيا کې پاڅون پيل شوی، د 'زاويې' ښار تر ټولو زيات تاوتريخوالي ليدونکی و .

'زاويه' د لېبيا او هم د پلازمېنې طرابلس لوېديځ لوديځ لور پروت ښار دی .

د دغه ښار اوسېدونکي وايي د ډګرمن قذافي پلوه ځواکونو سره له يوې ورځې سختې جګړې وروسته اوس ارام شوی دی .

په زاويه کې خلکو بي بي سي ته ويلي چې حکومتي شوبلې يا ټانکونه چې د ښار په منځ کې يې ودانۍ ويشتلې د ناڅرګندو لاملونو له مخې ناڅاپه له ښاره وتلي دي .

د زاويې يو اوسېدونکي بي بي سي ته وويل مخالفانو هوډ کړی چې د ډګرمن قذافي ځواکونو ته مات ورکړي:

''باوري يم چې دا به سخته وي، خو موږ به ځوابي جګړه کوو. موږ به بل څه نه لرو، د حل هېڅ لار نه لرو. نړۍ پرې ايښي يو، هېڅوک راسره مرسته نه کوي، نو موږ بيد يو له بل سره مرته وکړو. بايد تر هغه وجنګېږو چې بريالي شو يا ومرو، بل کوم غوراوی نه لرو.''

خو که د لېبيا په لوېديځ کې حکومتي ځواکونه پر مخالفانو بريدونه کوي، د دغه هېواد په ختيځ کې حالت بېل ډول دی .

مخالفان د مصر له پولو نيولې بيا لوېديځ لور پر پراخو سيمو ولکه لري، او د مديترانې پر سمندرغاړي لا پرمخ روان دي .

راپورونه وايي چې مخالفان اوس سرت ښار ته نژدې شوي چې د قذافي پلويانو پياوړی مرکز بلل کېږي. مخالفو جنګياليو تر اوسه د بن جږاد ښارګوټی نيولی چې له سرت نه ۱۵۰ کيلومتره واټن لري .

د سرت يوه اوسېدونکي (سونيتا سنګهـ ) چې په خټه هندۍ ده او هلته د يو پوهنتون ښوونکې ده، بي بي سي ته يې وويل چې له لرې واټن د توپ خال خال ډزې اورېدل کېدی شي، او سرت ښار نارينه اوسېدونکي په وسلو سمبال شوي دي:

''هر چا ته د ځان ساتنې په موخه ټوپک ورکړل شوی دی، ان زما زده کوونکيو ته هم. د ټولو عمرونو نارينه په يو ډول د ښار ساتنه کوي، او ټول په وسلو سمبال شوي دي.''

د لېبيا د حکومت ځينو مخالفانو ويلي داسې خبرې اترې روانې دی چې له مخې يې دوی 'سرت' ښار ته په سوله ييز ډول ننوځي .

په همدې وخت کې ملګريو ملتونوويلي په ليبيا کې د تاوتريخوالي له ورستيو پېښو نه له ۱۹۰ زرو زيات خلک تښتېدلي او په زرګونو نور د مصر د پولو په لور روان دي .

ورته مطالب