اوکراينۍ نرسه: قذافي "لوی ارواپوه دی"

قذافي له اوکسانا سره
Image caption ویل کېږي چې قذافي به اوکسانا هرځای له ځانه سره ګرځوله .

د لېبیا د ولسمشر معمرالقذافي يوې اوکرايني نرسې (جالينا كولوتنيتسكا اوکسانا) د اوکراین یوه سیمه ییز تلوېزیون 'ټي وي ۱' ته په خبرو کې ویلي، چې د ډګرمن قذافي روغتیايي حالت ښه دی او هغه یې یو لوی اروا پوه بللی دی .

اوکسانا د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې هغه مهال له لېبیا ووتله چې د قذافي ملاتړو ځواکونو د هغه پرضد د ولسي لاریونونو د ارامولو هڅې کولې .

ډګرمن معمرالقذافي د اوکراین له جمهوریت څخه د خپل ځان د روغتیاساتنې لپاره یو شمېر ښځينه روغتیا پالې 'نرسانې' ګمارلې وې .

اوکسانا د تېرې شنبې په ورځ وویل چې هغه له قذافي سره څه باندې دوه کاله پاتې شوې ده .

نوموړې ویلي : "له دوو نیمو کلونو راهیسې په کییف کې له قذافي سره وم".

اوکسانا لېبیا ته د کارموندنې د یوه شرکت له خوا بوول شوې وه .

دا وايي "له هغه سره د کار پرمهال دې ته ورسېدم چې ۶۸ کلن قذافي یو لوی اروا پوه دی. " چې په وینا یې دا مهال یې روغتیايي حالت ښه دی .

اوکسانا له کيیف ښار په يوه وتلي کلي کې اوسېده، چې د قذافي په اړه ویل کېدل له کییف بهر په یوه کېږدۍ کې ژوند کول غوره بولي .

د دې موضوع په اړه اوکسانا ویلي: "هغه په خیمه کې نه اوسېږي او نه ویدېږي، موږ هم له ده سره په خیمه کې نه وو".

نوموړې هغه ادعاوې رد کړې چې ګني قذافي به د مېلو او ساتېرۍ لپاره له خپلو ښځينه نرسانو سره د شپې پاتې کېده .

اوکسانا د تېرې فبرورۍ پر ۲۷مه په هغه الوتکه کې له لېبیا څخه اوکراین ته ولاړه چې ۱۸۵ اوکرايني کارګر یې لېږدول .

د 'فلامنجو' نڅا او اوکرايني نرسه

ویکيلیکس د لېبیایي مشر د پټو اسناد د رادبره کولو پرمهال ويلي ول قذافي د فلامنجو نڅا ډېره خوښوي، او په طرابلس کې یې نڅاګرې راغونډولې او له دې صحنې به یې خوند اخیست .

په اسنادو کې دا هم راغلي چې قذافي به تر ډېره پر خپلې اوکرايني نرسې باور کاوه او هغه به یې 'ښکلې جادوګره' بلله، دا ځکه چې د قذافي روغتیا ته به یې ډېره پاملرنه کوله او تل به په بهرنیو سفرونو کې ورسره وه .

په طرابلس کې د امریکايي سفارت په حواله د ویکیلیکس په افشا شوو اسنادو کې دا هم راغلي چې قذافي ''له اوکرایني نرسې سره د مینې تار هم پاله'' چې یوه اوکرایني چارواکي په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو دا یې منلې چې دغه نرسه تل له هغه سره ملګرې وه .

ورته مطالب