پاکستان: 'د فیصل اباد موټربم ۲۰ کسان وژلي'

فیصل اباد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ځايي پولیسو یوه شمر افتاب چیمه ویلي: ''موږ اندېښمن یو چې د وژل شوو شمېر به زیات شي؛ ځکه چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.''

پاکستاني چارواکي وايي د پنجاب ایالت فیصل اباد ښار د ګازو په يوه اډه کې موټربم چاودنې لږترلږه ۲۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپيان کړي دي .

پولیس وايي چاودنه د ګازو د ډکو ډبو ترڅنګ شوې ده، چې نژدې ولاړ ګاډي او ودانۍ یې سختې ژوبلې کړې دي .

چارواکو ویلي چې ښايي د وژل شوو کسانو شمېر زیات شي .

په فیصل اباد کې دا ډول پېښې کمې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د موټربم په وسیله په دغه ښار کې چاودنه کېږي .

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د پاکستان د اورپکو په بېلابېلو بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي .

تر ډېره دغه بریدونه د پاکستان په شمال لوېديځ کې شوي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري .

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په ننني برید کې په وژل شوو خواشيني ښودلې ده .

کمېشنر طاهر حسین د پاکستان وقت تلوېزیوني چینل ته ویلي ''دا یو ځانمرګی برید و چې د ګاډي په وسیله وشو. ګاډی د ګازو ډبو ته څېرمه وچوول شو.''

ځينې ناتاييد شوي رپوټونه وايي د ګازو هغه اډه چې چاودنه په کې رامنځته شوې، د پاکستان د استخباراتو آی اېس آی یوه دفتر ته نژدې موقعیت لري .

د پاکستان د نړیوالو هوايي کرښو د یوه شرکت امنيتي ساتونکي ویلي ''د ګازو په اډه کې مو د چاودنې غږ واورېد، چې د زلزلې په څېر یې ځمکه ولړزوله او ټوله سیمه لوګي په سر واخیسته .''

د ځايي پولیسو یوه شمر افتاب چیمه ویلي: ''موږ اندېښمن یو چې د وژل شوو شمېر به زیات شي؛ ځکه چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.''

ورته مطالب