پېښور: د جنازې پرمهال ځانمرګي برید ۳۴ کسان ووژل

پېښور کې د برید یو ټپي
Image caption د ۲۰۰۷ کال له جولای میاشتې راهیسې د پاکستان په ځانوژونکو، هوايي او بېلابېلو بریدونو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي .

د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته څېرمه د جنازې د مراسمو پرمهال ځانمرګي برید لږترلږه ۳۴ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي .

د پېښور د پولیسو یوه افسر غلام خان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي : ''ځانوژونکی پلی روان و، چې د اديزیو قوم د یوه مشر د جنازې د ګډونوالو په منځ کې یې خپل ځان وچووه .''

د پېښور یوه بل چارواکي سراج احمد رویټرز خبري اژانس ته ویلي برید د حکومت پلوي يوه پښتون قومي مشر د جنازې پرمهال شوی دی .

تېره ورځ هم د پنجاب ایالت فیصل اباد ښار د ګازو په یوه اډه کې موټربم لرږترلږه ۲۰ کسان ووژل او تر ۱۲۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړل .

د پېښور د پولیسو یوه بافسر زاهدخان ویلي برید کوونکی ۱۵- ۲۰ کلن و، چې د جنازې په منځ کې یې خپل ځان وچوون .

د تحریک طالبان پاکستان ډلې یوه ویاند حمزه بي بي سي ته له نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه ویلي چ د متني ادیزیو دغه دوی کړی دی .

تر دې وړاندې هم په خيبر پښتونخوا کې پر پوځي کاروانونو بریدونه شوي دي .

خونړۍ پېښې

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې مرګوني بریدونه ډېر شوي دي، چې تر ډېره په کې امنيتي چارواکي او قومي مشران په نخښه کېږي .

د ۲۰۰۷ کال له جولای میاشتې راهیسې د پاکستان په ځانوژونکو، هوايي او بېلابېلو بریدونو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي .

ورته مطالب