د نړۍ تر ټولو باارزښته هنري ټوټه نندارې ته وړاندې کېږي

د نړیوال نامتو هنرمند بابلو پيکاسو ''لوڅ زرغونې پاڼې، او نیمايي انځور '' هنري کښل شوی انځور د انځور حقوق PA
Image caption دغه اثر پيکاسو د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ کلونو کې کښلی دی .

د نړیوال نامتو هنرمند بابلو پيکاسو ''لوڅ زرغونې پاڼې، او نیمايي انځور '' هنري کښل شوی انځور چې د نړۍ تر ټولو باارزښته اثر ګڼل کېږي، په برتانیا کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو .

پيکاسو دغه انځور په ۱۹۳۲ زیږديز کال د خپلې معشوقې ماري تيريزا وولټر په وياړ کښلی چې د هغې انځور په کې له ورايه ښکاري .

نوموړی اثر چې د امریکا متحده ایالتونو په نيويارک کې په ۱۰۶.۵ میلیون ډالر وپلورل شو، له تېرې دوشنبې راهیسې د لندن په 'تیت ماډرن' موزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی .

د دغه موزیم مشر نیکولاس سیروتا دغه انځور د پيکاسو د هنري اثارو تر ټولو قیمتي ټوټه بللې ده .

نوموړی زیاتوي: ''د خوښۍ احساس کوم چې دغه قیمتي اثر په خپل موزیم کې لرو، او د لومړي ځل لپاره یې برتانویانو ته وړاندې کوو.''

بابلو پیکاسو دغه اثر د دواړو نړیوالو جګړو ترمنځ کلونو کې کښلی دی .

دغه اثر د لندن موزیم ته د هغه د ناڅرګند اخیستونکي له خوا راوړل شوی دی .

موزیم په پام کې لري چې راتلونکی کال د پیکاسو د هنري اثارو لپاره یو نندارتون جوړ کړي .

پيکاسو له وولټر سره چې دې هغه مهال د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۷ کال په موډېل کې کار کاوه ولیدل او څلور کاله وروسته یې په دې اثر کې د هغې انځور رسم کړ .

ماري تيريزا ولټر په ۱۹۷۷ کال ومړه او پیکاسو بیا تر هغې مخکې په ۱۹۷۳ کال مړ شوی و .