يوه فلسطيني په لوېديځه تراډه کې ۵ اسراییليان ووژل

لوېديځه تراډه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د 'ایتمار' سیمې مېشت یهودان تر ټولو ډېر سخت دريځه دي، د ۲۰۰۲ کال په جولای کې هم پر دغه سیمه تر هغه وروسته ورته برید شوی و، چې یو وسله وال یوه کور ته ننوت پر کورنۍ یې ډزې وکړې یوه ښځه او درې ماشومان یې ووژل .

د اسراییلو پوځ ویلي یوه فلسطيني په لوېديځه تراډه کې پنځه اسراییلي وګړي وژلي دي .

پوځ ویلي چې دغه فلسطينی لوېديځې تراډې او نابلس ښار ته څېرمه 'ایتمار' ښار ته تر ننوتلو وروسته پنځه اسراییلي وګړي وژلي دي .

د پوځ په خبره، دا مهال په سیمه کې د بریدکوونکو په لټه کې دي، او په لوېديځه تراډه کې یې امنيتي کمربند او موانع ټينګ کړي دي .

د اسراییلو رسنیو هم ویل ي چې نابلس ته څېرمه د مور او پلار او دور ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي .

دا برید چې د تېرې شنبې پر شپه شوی، په تېرو څو کلونو کې د خپل ډول لومړی برید دی، چې دغه سیمه له ډېر وخت راهیسې نسبتاً ارامه وه .

د فلسطين امنیتي ځواکونو ویلي چې هرځای اسراییلي پوځيان لیدل کېږي او د برید پر سیمه چورلکې هم تاوېږي .

لوېديځې تراډې ته څېرمه دغه کرنیزه سیمه له څو کلونو راهیسې د فلسطيني کلیوالو خلکو او سخت دريځو مېشتو یهودانو ترمنځ د سختو شخړو شاهده وه .

د 'ایتمار' سیمې مېشت یهودان تر ټولو ډېر سخت دريځه دي، د ۲۰۰۲ کال په جولای کې هم پر دغه سیمه تر هغه وروسته ورته برید شوی و، چې یو وسله وال یوه کور ته ننوت پر کورنۍ یې ډزې وکړې یوه ښځه او درې ماشومان یې ووژل .

دا برید په داسې مهال شوی، چې د فلسطيني او اسراییلو ترمنځ د مېشت ځایونو پر سر یو ځل بیا د خبرو اترو تاوده رپوټونه ورکول کېږي .

فلسطيني چارواکي په لوېديځه تراډه کې د اسراییلو د مېشت ځايونو تر درولو مخکې هېڅ ډول خبرو ته چمتووالی نه ښيي .

د دغو سیمو په کابو سلکو کوچنیو مېشت ځایونو کې شاوخوا نیم میلیون یهودان اوسېږي، چې لوېديځه تراډه، ختيځ قدس هم په کې راځي .

ورته مطالب