جاپان په اټومي ریاکټور کې د دویمې چاودنې وېره

جاپان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جاپان په اټومي کارخانه کې د روانې ستونزې او احتمالي خطرونو رامنځ ته کېدنې د نړۍ په يوشمېر نورو هېوادونو کې چې د انرژۍ د توليد اټومي کارخانې لري هم اندېښنې راټوکولې دي.

د جاپان په شمال د يوکوشيما د اټومي انرژۍ په کارخانه کې د تېرې ورځې له لويې چاودنې وروسته، د کارخانې په بله بټۍ کې هم جدي ستونزه رامنځ ته شوې ده .

د کارخانې چلوونکي وايي د سړولو د بېړني سيستم له کاره لوېدو سره، بټۍ د ننه فشار لوړېږي.

همدې ته ورته ستونزې د زلزلې او سمندر د توپاني شويو څپو له کبله زيانمنې شوې اټومې کارخانې کې د لويې چاودنې سبب شوه . د جاپان د کابينې لوى منشي يوکو ايدانو ويلي دي چې ممکن د کارخانې په دريمه بټۍ کې هم اټومي ويلي کېدنه پېښه شي . تېره ورځ په لومړۍ بټۍ کې هم ورته ستونزه رامنځ ته شوې وه :

"له لويه سره موږ پرې دې باور لرو چې په ممکنه ډول ويلې کېدنه پېښه شوې ده، خو موږ يې له دې کبله نه شو ليدلی چې د بټۍ د ننه پېښه شوې . له همدې ځايه، موږ داسې عمل کوو چې ويلې کېدنه پېښه شوې ده . فکر کوو چې درېيمه بټۍ کې هم ورته کار کېږي، نوځکه تدبيرونه نيسو . "

جاپاني چارواکي وايي کېداى شي چې دا ويلې کېدنه کارخانه کې دويمه چاودنه هم رامنځ ته کړي . انجينيرانو هڅه کړې چې دريمې بټۍ ته د سمندرې اوبو په پمپولو سره له حده ډېره تودوخه يې کمه کړي، خو هڅو يې نتيجه نه ده ورکړې .

له زلزلې وروسته د يوکوشيما د ټولو شپږ بټيو د سړولو سيستمونو کار پرېښود، خو درېيمه د کارخانې يوازېنۍ بټۍ ده چې د سونگ د پلوتونيم او يورانيم له توکو ډکه ده چې ستونزه لاجدي کوي .

په نړۍ کې د چاپېريال ساتنې د ډلې يو اټومي کارپوه شان بيرناى بي بي سي ته وويل چې په بټۍ کې د سونگ د همدې گډوله توکيو شتون په بې سارې توګه د خطر کچه لوړوي .

د جاپاني چارواکو په وينا، د کارخانې چارچاپېره د راديو اکتيف وړانگو کچه دخوندېتوب له کچې لوړه شوې ده تر اوسه پورې ۱۹ کسان له وړانگو د اغېزمن کېدو له کبله درملنه شوې دي.

د يوکوشيما د اټومي کارخانې شاخوا ۲۰ کيلومتره ساحه بنده سيمه اعلان شوې او په زرگونو خلک له وېرې سيمه پرېږدي . د جاپان په اټومي کارخانه کې د روانې ستونزې او احتمالي خطرونو رامنځ ته کېدنې د نړۍ په يوشمېر نورو هېوادونو کې چې د انرژۍ د توليد اټومي کارخانې لري هم اندېښنې راټوکولې دي .

په همدې لړ کې د جرمني صدراعظمې انگيلا میرکل د جاپان کړکېچ د نړۍ لپاره د اوښتون يو ټکى بللى او ويلي دي چې د جرمني د اټومي انرژۍ د کارخانو د خونديتوب پر ستندردونو به له سره غور کېږي .

ورته مطالب