جاپان: د فوکوشیما په اټومۍ بټۍ کې درېیمه چاودنه شوې

فوکوشیما د انځور حقوق Reuters
Image caption په متحدو ایالتونو کې د اتومي چارو کارپوهانو ویلي دوی به اوبه او نور وسایل د فوکوشیما بټۍ ته ولېږدوي چې د جمعې په ورځ دویمه چاودنه په کې وشوه .

جاپاني رسنیو ویلي ددغه هېواد په شمالي فوکوشیما اټومي بټۍ کې د درېیمې چاودنې غږ اورېدل شوی دی .

دغه بټۍ چې تر ډېره د برېښنا د تولید تکيه ورباندې کېده، د تېرې جمعې ورځې په زوروره زلزله کې سخته زیانمنه شوې ده .

د جاپان د نړیوالې مرستې د هغې غوښتنې په اړه چې د خپلې اټومي بټۍ د سړولو په اړه یې کړې نړیوالو مشرانو د هوکړې ځواب ویلی دی .

په متحدو ایالتونو کې د اتومي چارو کارپوهانو ویلي دوی به اوبه او نور وسایل د فوکوشیما بټۍ ته ولېږدوي چې د جمعې په ورځ دویمه چاودنه په کې وشوه .

امریکایي ولسمشر بارک اوباما وویل هېواد به یې له خپل متحد او ملګري سره ترڅنګ ولاړ وي او چې هرډول مرسته د متحدوایالتونو په وس کې وي له جاپانه به یې نه دریغوي .

ښاغلي اوباما وویل: ''د ټولوامریکایانو په څېر په جاپان کې په زړه بوګنوونکو انځورونو ځورېږم . زه پوهېږم چې تاسو ټول، واړه او زاړه دا تراژیدي په پوره ډول د تلوېزیونونو په پرده وینئ. زه د جاپان له خلکوسره د امریکایي ولس په ملاتړاو مرسته ټینګار کوم چې زموږ ملګری او متحد دی . ما د جاپان لومړي وزیر ته وویل متحد ایالتونه هر ډول مرستې ته تیار دی چې جاپانیان له دې ناورین نه راووځي او موږ په دې سختو شپو ورځوکې له جاپاني ولس سره اوږه په اوږه ولاړ یو .''

د روسيې ولسمشر ديمتري میدوېدیف وویل د لومړي وزیرمرستیال ایګور سیچين ته یې امرکړی چې جاپان ته د سونګ زیاتي مواد ورسوي .

ښاغلي میدوېدیف زیاته کړه جاپان له سختې تراژیدۍ سره مخامخ دی او روسیه تیاره ده له خپل ګاونډي سره په دې ملي ناورین کې مرسته وکړي .

د ایټالیا لومړي وزیر سیلویو برلیسکوني وایي له جاپانه خبرونو خواشینی کړی او له جاپاني ولس سره په دې غم کې ځان شریک ګني او د هغه هېواد له حکومت سره هر ډول ممکنې مرستې ته تیار دی .

جرمني، جنوبي کوریا او ټایوان د خپلو اتومي پروګرامونو په ارزونه فکر کوي .

جاپان وایی له اتومي بټیو نه د رادیو اکتیفي موادو د وتلو د مخنیوي هڅه کوي او نه پرېږدي چې له ویجاړشوي ریاکتور نه کیمیاوي مواد خواره شي .

د نړیوالې اتومي انرژۍ د اژانس مشر یوکیو امانو وویل اوس له ویجاړ شوي ریاکتور نه د راډییشن خورېدل محدود شوي دي :

''وینا هغه اتومي ریاکتورونه چې اغېزمن شوي، په اتومات ډول له کاره لوېدلي دي . دا چې هغوی ګل شوي دي نو په دې توګه د اتومي موادو د خورېدو خطر نه شته. ځینې هایدروجني چاودنې لا شته چې دا اټومي او یا کيمیاوي پدیده نه ده . له هایدروجني چادونو سره سره هغه برخې چې کيمیاوي او راډیواکتیف مواد لري خوندي اوتړلې پاتې دي . د دې په پایله کې د رادیواکتیفو موادو خورېدل محدود شوي دي . ''

Image caption یوکیو امانو: ''وینا هغه اتومي ریاکتورونه چې اغېزمن شوي، په اتومات ډول له کاره لوېدلي دي . دا چې هغوی ګل شوي دي نو په دې توګه د اتومي موادو د خورېدو خطر نه شته. ځینې هایدروجني چاودنې لا شته چې دا اټومي او یا کيمیاوي پدیده نه ده . له هایدروجني چادونو سره سره هغه برخې چې کيمیاوي او راډیواکتیف مواد لري خوندي اوتړلې پاتې دي . د دې په پایله کې د رادیواکتیفو موادو خورېدل محدود شوي دي . ''

د جاپان په شمال ختیځ کې زلزله ځپلو خلکو بېګا څلورمه شپه له خوړو، اوبو، برېښنا اوغازو پرته تېره کړه .

د څونامي او زلزلې له امله تر نیم میلیون زیات خلک بې کوره شوي دي . په ډېرو برخو کې لاهم مخابرات پرې دي .

د ملګروملتونود بشري مرستو د همغږي اداره د مرستندویانو په ډله کې راځي . د دغې ادارې یوې مشرې الیزابت بایرز له جینوا بي بي سي ته وویل په نړۍ کې بل هېڅ هېواد د جاپان په څېر له داسې ناورین سره جګړې ته تیار نه دی :

''اوس مهال جاپان د بېړني حالت سخت غبرګون لري او د هېواد ټول ملي ځواکونه په پوره ډول په کار اخته دي . ملګري ملتونه یوازې له بېړني حالت سره د هېواد د غبرګون د عملیاتو ملاتړ کوي . زه فکرکوم چې په دې برخه کې د جاپان په څېر بل هېواد نه شته. دا له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو تیار هېواد دی او جاپان رښتیا هم له منځ ته راغلي حالت سره مبارزې ته چمتو دی .''

د شنبې په ورځ د سمندر غاړې ته نژدې ۲۰۰۰ جسدونه موندل شوي چې نیمایی یې د 'مینا میسانریکو' له ښاره دي اود سمندر لویو څپو وړي دي . لاهم لس ګونه زره خلک تري تم دي .

ورته مطالب