اسانج: د ویکیلیکس افشاګرۍ په عربي پاڅونونو کې ستر رول ولوباوۀ

زین العابدین بن علي او حسني مبارک د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ویکیلیکس د پټو اسنادو افشاګریو د هغو عربي ولسي پاڅونو لامل شول، چې په لړ کې یې دوه عرب مشران له واکه وشړل شول .

د ویکیلیکس بنسټګر جولیان اسانج ویلي د امریکا د لسګونه زره پټو پوځي اسنادو افشا کول په منځني ختيځ او شمالي افریقا کې د ولسي پاڅونونو لامل شول .

نوموړی وايي کېدای شي افشا شوو پټو اسنادو ځينو شاهي نظامونو ته دا الهام ورکړی وي، که چېرې د لاریون کوونکو پرضد له پوځي چارې کار وخالي، نور پر امریکايي ملاتړ نه شي چلېدلی .

اسانج د لندن کامبریج پوهنتون سلګونه محصلینو ته په مخامخ وینا کې وویل د پټو اسنادو افشاګري لوېديځ ته د ځينو ډلو د ملاتړ دوام ستونزمن کړی دی .

جولیان اسانج پر خپله 'ویکیلیکس' وېبپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زرګونه پټو اسنادو او دپلماتیکو پيغامونو په خپرولو سره د امریکايي حکومت غصه راوپاروله، چې دا مهال یې له کبله له برتانیا سويډن ته د جنسي تېري د محاکمې لپاره استول کېږي .

د ویکیلیکس بنسټګر وویل ''د تونس په تړاو ځانګړو افشا شویو اسنادو وښوده که چېرې د امریکا پروړاندې د پوځ او زین العابدین بن علي ترمنځ خبره تر شخړو پورې ورسېږي، نو د امریکا متحده ایالتونه به سم لاسي د پوځ ملاتړ وکړي . ''

دی زياتوي: ''په ټينګار سره دې کار د تونس ځينې ګاونډيان هک پک کړل که چېرې پوځي مداخله وکړي، نو د امریکا متحده ایالتونه به یې ترڅنګ ونه درېږي .''

په تېر دسمبر کې په تونس کې د لیرې کړای شوي ولسمشر زین العابدین بن علي پروړاندې ولسي لاریونونه وشول، چې نوموړی له خپل هېواده تېښتې ته اړ شو .

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جولیان اسانج دغې وینا ته د کامبریج پوهنتون شاوخوا ۸۰۰ محصلین راټول شوي ول، چې د هغه د وینا تود هرکلی یې وکړ .

بیا د منځني ختيځ په ځينو نورو هېوادونو کې هم د واکمن نظام پرضد پاڅون وشو، چې سم لاسي ورسره ویکیلیکس وېبپاڼې په مصر، لېبیا او بحرین کې د مشهورو څېرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پټ اسناد خپاره کړل .

اسانج وايي، دغه پټ اسناد له دې کبله نه دي افشا شوي چې خلک یوازې پر روانو حالاتو پوی شي، بلکې په وینا یې ''زیاتره خلک په دې حقیقت خبر ول، خو اصلي موخه دا وه چې لوېديځ ته د ظالمو مشرانو د ملاتړ زمینه پای ته ورسوي .''

په تېره فبرورۍ کې تر ۱۸ ورځو لاریونونو وروسته د مصر مخکینی ولسمشر حسني مبارک استعفا وړاندې کولو ته اړ شو .

اسانج وايي، په مصر کې د استخباراتو د مدیر او د مخکیني ولسمشر د مرستیال عمر سلیمان په اړه خپاره شوي پټ اسناد ددې لامل شول، چې امریکا له هغه څخه د مبارک د ځایناستي په توګه ملاتړ ونه کړي .

د جولیان اسانج دغې وینا ته د کامبریج پوهنتون شاوخوا ۸۰۰ محصلین راټول شوي ول، چې د هغه د وینا تود هرکلی یې وکړ .

ورته مطالب