د مصر په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ټول پوښتنه

البرادعي د انځور حقوق Reuters
Image caption کله چې ولسمشرۍ ته کاندید محمد البرادعي غوښتل چې خپله رایه وکاروي د یوه ډله خلکو له خوا پرې حمله وشوه خو د رایې ورکولو په اکثرو نورو مرکزونو کې د خوښیو فضا خپره وه .

په مصر کې له واکه د حسني مبارک تر شړل کېدا وروسته په لومړي ځل میلیونونه خلکو په اساسي قانون کې د بدلون راوستو لپاره په ټول پوښتنه کې ګډون وکړ .

په اساسي قانون کې ددغو بدلونونو د راوستلو وړانديز د مصر د پوځي شورا له خوا شوى دى .

راتلونکې کې د ولسمشرۍ پر دورو او بېړني حالت محدوديت په دغو بدلونونو کې راځي .

د ټول پوښتنې په تاييد سره به راتلونکو څو مياشتو کې مصر کې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي .

جنتن هيډ پرې له قاهرې رپوټ لري

ډېری کسانو چې په ټول پوښتنې کې یې برخه اخیستې وه، ویل یې چې له دې مخکې یې داسې څه نه وو لیدلي .

د انځور حقوق Reuters
Image caption ددې ټول پوښتنې لپاره تیارې په بیړه نیول شوې وې ځکه چې په مصر کې د حسني مبارک د رژیم له پای ته رسېدا نه یوازې پنځه اوونۍ تېرې شوې دي .

ګڼ خلک په کتارونو کې ولاړ و چې په ټول پوښتنې کې خپله رایه وکاروي .

د پخواني ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ پروخت ټاکڼو یوه نمایشې بڼه درلوده چې پایلې به یې له مخکې نه ټاکلې شوې وې او د خلکو ګډون به هم پکې لږ و .

خو په اوسنې ټول پوښتنې کې خلک په ساعتونو انتظار کاوه چې نوبت یې راشي او خپله رایه وکاروي . د ډېر کسانو لپاره دا لومړی ځل و چې خپله رایه یې کاروله .

يوې د پاخه عمر ګډونوالې بي بي سي ته وویل : ''دا وايي زه ډېره خوښه یم، احساساتي یمه، ما له تېرې شپې راهیسې خپلې جامې لکه د یوه ماشوم چې په لومړي ځل ښوونځې ته د تګ لپاره تیاري نیسې چمتو کولې . زه ۵۴ کلنه یم خو د لومړي ځل لپاره په مصر کې خپله رایه کاروم . ''

دغه راز په نارینو کې هم د پاخه عمر ډېر داسې کسان ترسترګو کېدل چې په لومړي ځل یې خپله رایه کاروله:

''تاسو به باور ونکړﺉ، زه ۵۲ کلن یم خو دا زما لومړی ځل دی چې زه خپله رایه کاروم ځکه دا یو مناسب فرصت دی چې باید خپله رایه وکاروم .''

د انځور حقوق AP
Image caption که چېرته په اساسي قانون کې بدلونونه تصویب شي نو پوځ پلان لري چې د سږکال په جون کې انتخابات ترسره کړي .

ددې ټول پوښتنې لپاره تیارې په بیړه نیول شوې وې ځکه چې په مصر کې د حسني مبارک د رژیم له پای ته رسېدا نه یوازې پنځه اوونۍ تېرې شوې دي .

په دې ټول پوښتنې کې ځینې ستونزې هم وې. کله چې ولسمشرۍ ته کاندید محمد البرادعي غوښتل چې خپله رایه وکاروي د یوه ډله خلکو له خوا پرې حمله وشوه خو د رایې ورکولو په اکثرو نورو مرکزونو کې د خوښیو فضا خپره وه .

که چېرته په اساسي قانون کې بدلونونه تصویب شي نو پوځ پلان لري چې د سږکال په جون کې انتخابات ترسره کړي .

دا هغه څه دی چې یو شمېر فعالین پرې نیوکه کوي او وايي چې سیاسي ګوندونه به ډېر وخت ونه لري چې انتخاباتو ته تیاری ونیسي .

ورته مطالب