پر لېبیا د نړیوال ایتلاف هوايي بریدونه پيل شول

لېبیا د انځور حقوق Getty
Image caption خو د لېبيا حکومتي تلوېزيون ويلي چې توغنديو ملکي هدفونه ويشتي دي او ولسي خلکو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده .

د لېبيا په خاوره کې پر پوځي موخو د امريکا او برتانيا د سمندري ځواکونو له لوري د کروز د څه باندي ۱۰۰ توغنديو په توغولو سره ، په لېبيا کې د نه الوت ساحې د رامنځ ته کولو لپاره پوځي مداخله پيل شوه .

د امريکا ددفاع وزارت يوه جگپوړي چارواکي وويل، د لېبيا پر هوايي او هوايي مدافعې ضد سيستمونو گوزارونه شوي دي .

ده وويل، ددغو گوزارونو موخه داوه، چې په لېبيا کې د نه الوت ساحې د پلي کولو په موخه د ټلوالې الوتکو ته د خوندې الوتنې شرايط برابر شي .

نوموړي دارنگه وويل، چې دا په لېبيا کې د ولسي وگړو ددفاع لپاره د لويو پوځي عملياتو لومړى پړاو دى .

خو د لېبيا حکومتي تلوېزيون ويلي چې توغنديو ملکي هدفونه ويشتي دي او ولسي خلکو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده .

د امريکا و لسمشر اوباما وايي امريکا په لېبيا کې د گواښل شويو خلکو غوښتنو ته د ځواب په برخه کې د پراخې نړيوالې ټلوالې د يوې برخې په توگه عمل کړى، خو همهاله يې دا ټينگار هم وکړ چې امريکا به لېبيا ته ځمکني پوځونه ونه لېږي .

ښاغلي اوباما وويل، له دې کبله پوځي گام پورته شو، چې بله لاره نه وه پاتې :

''دا داسې يوه پايله ده چې نه هم امريکا او نه هم زموږ ملگرو يې غوښتنه درلوده . ان تېره ورځ نړيوالې ټولنې معمر القدافي ته وړانديز وکړ چې د ولسي وگړو پر وړاندې تاوتريخوالى او خپل پرمختگونه ودروي . خو د خپل حکومت له بي مانا خبرو سره سره، هغه دغې شونتيا ته پام ونه کړ . پر خپلو خلکو يې بريدونو ته دوام ورکړ .''

د جګړو ډګر

د لېبيا مشر ډگرمن معمر القذافي پر هېواد يې د بريد پر وړاندې سخت غبرگون وښود او ويې ويل ې مديترانه او شمالي افريقا د جگړې ډگر شو .

هغه خبردارى ورکړ چې سيمه کې به پوځي او ملکي گټې له خطر سره مخامخې شي . په حکومتي ټلويزيون کې خپرې شوې اعلاميې کې ډگرمن قدافي وويل ، د لېيا خلک به وسله وال شي چې د ښکېلاک ګرو او صليبي تيري کوونکو پر وړاندې د خپلوخلکو دفاع او ساتنه وکړي :

''د وسلو زېرمتونونه پرانيستل شوي او پراخې پرگنې په د وسلو په ټولو ډولونو سمبال شي چې د لېبيا له خپلواکۍاو عزت نه دفاع وکړي .''

له بريده وروسته ، د لېبيا تلوېزيون د ولسي سندرو په خپرولو پيل وکړ او د طرابلس يو شمېر ښاريانو د خپل هېواد پر وړاندې د لوېديځ د پوځي بريد پر وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړ .

پر لېبيا د کروز توغنديو له بريدونو د مخه فرانسوي جيټ الوتکو د ياغيانود لوى مرکز بنغازي په شاوخوا کې د قدافي د ځواکونو يوشمېر ټانکونه او زغزه وال گاډي له منځه يوړل .

د فرانسې ولسمشر نيکولا ساغکوزي وويل، فرانسوي الوتکې الوتې چې د ياغيانو په لوى مرکز بنغازي کې د ولسي وگړو دفاع وکړي :

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لېبيا مشر ډگرمن معمر القذافي پر هېواد يې د بريد پر وړاندې سخت غبرگون وښود او ويې ويل ې مديترانه او شمالي افريقا د جگړې ډگر شو .

''د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې پر بنسټ او د خپلو ملگرو او په تېره بيا عرب ملگرو سره په دې موخه نن لېبيا کې مداخله کوو چې له هغه رژيم نه چې خپل مشروعيت يې له لاسه ورکړى، د ولسي وگړو ساتنه وکړو. موږ په دې موخه مداخله کوو چې لېبيايي خلکو ته دا شونې کړو چې خپله خپل برخليک وټاکي. تاوتريخوالي او ترهه بايد دوى له خپلو حقونو بي برخې نه کړي . قدافي لا هم وخت لري چې په بېړني ډول د نړيوالې ټولنې ټولو غوښتنو ته غاړه کېږدي او د حالاتو د کړکېچن کېدو مخه ونيسي. که دسيسو ته پاى ورکړل شي، نو د دپلماسۍ دروازې بېرته پرانيستل کېداى شي.''

د برتانيا لومړي وزير ډېويېډ کاميرون هم د امريکا او فرانسې له ولسمشرانو سره خپل غږ غبرگ کړ او قدافي يې پړ وباله چې په وينا يې د اوربند په ماتولو سره يې پوځي مداخلې ته لاره هواره کړه :

''ډگرمن قدافي ددې د پېښدو سبب شو . هغه نړيوالې ټولنې ته دروغ وويل .ده د اوربند ژمنه وکړه، خو اوربند يې مات کړ . هغه د خپلو خلکو پر وړاندې زورزياتي ته دوام ورکوي . په دې ډول د عمل لپاره وخت راورسېد . دا يو بېړني گام ته اړتيا لري او موږ اړ يو چې د ملگرو ملتونو اراده پلى کړو او موږ نه شو کولى چې د ولسي خلکو وژلو ته اجازه ورکړو .''

خو د ډگرمن قدافي حکومت د لوېديځو هېوادونو د مشرانو دغه څرگندونې بې بنسټه وبللې .

حکومت وويل چې د مخالفانو د بريدونو پر وړاندې اړ شول، چې په ځوابيه بريدونو لاس پورې کړي .

د لېيا حکومت يوه وياند هغه ليک چې د لېبيايي مشر له لوري ملگرو ملتونو، د فرانسي ولسمشر او د برتانيا لومړي وزير ته استول شوى، ولوست :

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي اوباما وويل، له دې کبله پوځي گام پورته شو، چې بله لاره نه وه پاتې .

''تاسې هېڅکله هم دا حق نه لري چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي . تاسو به پښېمانه شئ . دا زموږ هېواد دى، نه ستاسو، موږ هېڅکله هم پر خپلو خلکو د گوليو ډز هم نه کوو . ''

پر همدې حال کې روسيې ويلي چې د لوېديځ له لوري د لېبيا پرضد د پوځي عمل پر پرېکړې خواشينې ده .

روسيې د ملگرو ملتونو هغه پرېکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړه چې په لېبيا کې د پوځي مداخلې لپاره يې لاره هواره کړه .

دارنگه افريقايي اتحاديې ځينو هېوادونواو وينزويلا لېيا کې پر پوځي مداخلې نيوکه کړې ده .

بل لوري ته د سره صليب نړيوالې کمېټې پر لېبيا د هوايي گوازرونو د پيلېدو له کبله د ولسي وگړو د ژوند په اړه اندېښنه ښوولې ده او د جگړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د خپلو عملياتو په لړ کې د جگړې قوانين په پام کې ونيسي او په ولسي خلکو له بريده ډډه وکړي .

ورته مطالب