هېډن: څارګرو الوتکو القاعده پسې اخیستې ده

بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په پاکستان کې د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته کړې ده .

تېره اوونۍ د افغانستان پولې ته څېرمه د امریکا څارګرو الوتکو په یو لړ بریدونو کې څه باندې ۴۰ کسان ووژل شول .

له القاعدې سره په مبارزه کې له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستل تل د ترینګلتیا لامل شوې دي، خو د امریکا د مرکزي استخباراتو مخکيني مشر مایکل هېډن ويلي څارګرو الوتکو د القاعدې ضد مبارزه کې پوره ونډه اخیستې ده .

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو لس کاله وروسته داسې ښکاري چې القاعده کمزورې شوې ده . کېدای شي ستر لامل یې ددغې شبکې د ځينو مشرانو وژل کېدل او یا هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې د خونډي پټن ځایونو نه موندل وي .

امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې له ''هیلفایر'' وژونکو توغندیو کار اخلي، چې له خپل هدف څخه زرګونه کیلومتره لیرې واټن د امریکا له بېدیاوو څخه کنټرولېږي .

همدا ده چې دغو الوتکو ته د ''ښکاري'' الوتکو نوم ورکړل شوی دی .

د استخباراتو مخکينی مشر بې پیلوټه الوتکې په ډاګه نه یادوي. امریکا د مطلوبو کسانو د وژنې په تړاو خپل اسناد پټ ساتي .

خو دا څنګه کېدای شي چې پروګرام پټ، خو پایلې یې ډېرې روښانه وي؟

جنرال مایکل هېډن په دې باور دی، چې ددې سیاست پایلې ډېرې واضحه دي:''په قبایلي سیمو کې د القاعدې زیاتره فعالیتونه او پلانونه شنډ شوي... مخکې مو ویل چې دوی به یا نیول کېږي اوی ابه وژل کېږي. په تېرو دوو کلونو کې دغه سیاست یوڅه بدل شوی، داسې چې یوازې پر وژنې راټول دی .''

د ویلو ده چې د امریکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستل ډېر شوي، داسې چې د ده د واکمنۍ پرمهال پر قبایلي سیمو او وزیرستا تر ۱۶۰ ډېر بریدونه شوي، په داسې حال کې چې د جورج بوش د واکمنۍ پرمهال یې کچه څلور ځلې ټيټه وه .

د دغو بریدونو یوازېنۍ موخه د القاعدې په نښه کول نه دي، بلکې له دې شبکې سره نژدې هغه طالب مشران هم په نښه کوي، چې په قبایلي سیمو کې پټ دي .

جنرال هېډن دا نه مني چې ګني دغو بریدونو ته د دولت له لوري اجازه ورکړل شوې، دی وايي چې د امریکا متحده ایالتونه له القاعدې او طالبانو سره په جګړه بوخت دي، ساده خبره ده چې له خپل ځانه به په هر ډول دفاع کوي .

کله چې هغه ته وویل شول، چې له قانوني پلوه خو جګړه په افغانستان کې ده، نه په پاکستان کې، وویل: ''د امریکا اداره دې کار ته په دې سترګه نه ګوري . دا قصدي وژنې نه دي، دا جګړه ده، دا د وسله وال دښمن پروړاندې غبرګون دی، هردولت له خپل ځانه د دفاع کولو حق لري . ''

''زه د خپلو هېوادوالو او دولت پروړاندې هرچېرې چې وي، ددښمن د لټون یوازې قانوني او اخلاقي مسؤولیت لرم . ''

هم قاضي، هم جلاد

د دې موازنې بل اړخ هم شته .

که د استخباراتو مرکزي اداره په دې اړه هر راز پروګرام لري، خو په پاکستان کې د څارګرو الوتکو بریدونو د امریکا نامه ته سخت زیان اړولی او پروړاندې یې کرکه زیاته شوې ده او په دغه هېواد کې د امریکا د مخالفانو د ډېرېدو لامل شوی، چې ګڼو یې وسله وال مخالفت ته مخه کړې ده .

Image caption مایکل هېډن د ترهګرۍ پرضد د څارګرو الوتکو بریدونه بریالي بولي .

په دغو بریدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي، چې رسمي شمېره له هېچا سره نه شته .

د ''نوې امریکا مؤسسه'' په حواله، د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ دغه شان بریدونه د ټول ټال ۲۵٪ وژنو لامل شوي .

د بشري حقونو مدافعین ښي د امریکا د هغه سیاست پر تړاو اندېښنه لري، چې په وینا یې پر یوه مهال یې له ځانه هم قاضي، هم جلاد جوړ کړی دی .

د امریکا په ثنا کې د مدني ازادیو د جرګې غړی جمیل جعفر وايي: ''دا کاملاً له زوره کار اخیستل دي، چې په لوی لاس یو څوک د ځان دښمن بولي او بیا یې له منځه وړي، پرته له دې چې هېڅ قضايي اجرآت ترسره شي .''

جعفر زیاتوي: ''عملاً دا وژنه څوک کوي؟ ایا رښتیا هم په نښه کېدونکي کسان طالبان او د القاعدې غړي دي او که په بې پامۍ ولسي وګړي وژل کېږي؟''

د ''ریبریف'' مؤسسې مشر کلایف سټافورډ سمېت د جعفر له دې څرګندونې سره موافق دی او وايي: ''عملاً دا وژنه څوک کوي؟ ایا رښتیا هم په نښه کېدونکي کسان طالبان او د القاعدې غړي دي او که په بې پامۍ ولسي وګړي وژل کېږي؟''

د انځور حقوق m
Image caption د برتانیا د کورنیو استخباراتو MI5 مخکینۍ مشرې الیزابت مننګم بولر په خپله لومړنۍ تلوېزیوني مرکه کې ویلي کېدای شي چې دا جګړه وګټل شي .

سمېت زیاتوي: ''زه په دې باور یم که موږ وایو چې د دغو وسلو کارول دقیق کار دی، او مناسب کسان وژل کېږي، دا له منطقه لیرې خبره ده .''

جنرال هېډن له دا ډول دلایلو سره موافق نه دی .

خو امریکا ټينګار کوي چې له بې پیلوټه الوتکو ګټه اخیستلو د القاعدې شبکې د جګپوړو چارواکو په وژلو کې ډېر مؤثر پرېوتي دي .

خو د استخباراتو په ډګر کې ځینې نور معتبر غږونه هم شته چې د هېډن له دې تصور سره په ښکاره مخالفت کوي .

د برتانیا د کورنیو استخباراتو MI5 مخکینۍ مشرې الیزابت مننګم بولر په خپله لومړنۍ تلوېزیوني مرکه کې ویلي کېدای شي چې دا جګړه وګټل شي .

ورته مطالب