د نوي کال په ویاړ د ایران ځوانانو ته د اوباما پیغام

بارک اوباما
Image caption اوباما ایراني ولس ته ویلي: "د ایران حکمت تر اوسه د خپل ولس او ایرانیانو حقونو ته په سمه توګه نه دی قایل شوی."

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د نوي ۱۳۹۰هـ ش کال پر لومړۍ ورځ د ایران ځوانانو ته په وینا کې ددغه هېواد پر واکمن نظام نیوکه وکړه.

اوباما په خپل وېديويي پیغام کې چې د سپينې ماڼۍ پر وېبپاڼې خپور شوی، ویلي چې "د ټلوالې پروړاندې د ایراني واکمن نظام له خوا تاوتریخوالی پخپله د نظام په وېرې دلالت کوي."

اوباما په ایران کې له حکومت مخالفو لاریون کوونکو سره د خپل ملاتړ د اعلانولو په تړاو وویل : "باور کوم چې ځينې ارزښتونه نړیواله بڼه لري، په سوله ییزه توګه د راغونډېدو ازادي، د ټولنو جوړول، د خپل نظر څرګندول او د خپل مشر ټاکل د هر انسان حق دی. موږ په سیمه کې د خلکو د هغو غوښتنو غږ اورو چې له خپلو واکمنانو یې کوي، هغه دا چې حکومتونه د خپل ولس پروړاندې مسؤولیت لري. "

اوباما زیاته کړه: "د ایران حکمت تر اوسه د خپل ولس او ایرانیانو حقونو ته په سمه توګه نه دی قایل شوی."

نوموړی وايي: "له دوو کلونو راهیسې هلته خلک په وېره او بریدونو کې ژوند کوي، ایراني ولس، سپين ږیري، ځوانان، نارینه، ښځې شتمن او بې وزله ټول اندېښمن دي. نړۍ د ایران ټولې ظالمانه کړنې ګوري."

اوباما په مستقیم ډول ایراني ځوانانو ته وویل : "ستاسو وړتیاوې، هیلې او اختیار د ایران راتلونکی ټاکي... که اوس په ستونزمن پړاو کې یاست، غواړم درته ووایم چې زه ستاسو ترڅنګ ولاړ یم."

ورته مطالب