پاکستان: د سکرو په کان کې چاودنې ۳۲ کسان ووژل

کان د انځور حقوق b
Image caption په بلوجستان کې د سکرو په کانونو کې کار کول و لوی صنعت دی، چې په دې کار سره شاوخوا ۶۰ زره کسان په کې بوخت دي، چې زیاتره کار کوونکي یې د خیبر پښتونخوا په تېره بیا د مالاکنډ او سوات خلک دي .

د پاکستان بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې ۵۳ کسان بندې پاتې شوي ول، چې د چاودنې له کبله ۳۲ کسان په کې وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور بند پاتې دي .

چارواکي وايي مړي یې له کانه رایستلي او د بندو کسانو د رایستلو کار دوام لري .

ژغورونکې ډله هڅه کوي چې په کان کې بند کان کیندونکي وژغوري .

د بلوچستان ایالت چارواکو بي بي سي ته وویل ژغورونکي په کان کې د ننه د اکسیجن د نشتوالي او د میتان غاز د شتون له کبله له ستونزو سره مخامخ دي .

د سکرو د دغه کان په اړه چې له کوټې ښاره نژدې ۴۰ کیلومتره لیرې په 'سورینج' سیمه کې پروت دی، دوې اوونۍ وړاندې یې په اړه د خطر خبر ورکړل شوی و، خو چارواکو پرې سترګې پټې کړې وې .

بلوچستان له طبيعي کانونو ډکه سیمه ده .

ددې سیمې د کانونو رییس محمد افتخار اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي ''کان کیندونکي د چاودنې له کبله سخت سوځېدلي، چې ویلی شو چاودنه هلته د اور بلېدو لامل شوې ده. ''

د سکرو په دغه کان کې تر ډېره له هغو کان کیندونکو څخه کار اخیستل کېږي چې په نژدې کانونو کې کار کوي، خو ددې سیمې د کان رییس محمد افتخار وايي، په کان کې لاهم غاز شته، چې له کبله یې د ژغورندویه ډلې پر کار سیوری غوړولی دی .

د بلوچستان وزیر اعلی نواب اسلم رییساني د کانونو ایالتي مشر ته د پېښې په اړه د سم لاسي څېړنو امر کړی .

خو پر همدې مهال د ایالتي د کانونو وزیر عبدالرحمن منګل ددې پېښې پړه پر اړوندې دولتي ادارې (پي ایم ډي سي) اچولې او د څېړنیز کمیسیون جوړولو امر یې کړی دی .

دغه کمیسیون به په یوه میاشت کې حکومت ته خپل راپور وړاندې کوي .

په بلوجستان کې د سکرو په کانونو کې کار کول و لوی صنعت دی، چې په دې کار سره شاوخوا ۶۰ زره کسان په کې بوخت دي، چې زیاتره کار کوونکي یې د خیبر پښتونخوا په تېره بیا د مالاکنډ او سوات خلک دي .

ورته مطالب