قذافي: ''زموږ پیاوړې هوايي دفاع خلک دي''

قذافي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قذافي: ''نوې صليبي جگړه د صليبي هيوادونو له خوا پر اسلام پيل شوې . اسلام دې هر چېرته تل ژوندى وي، ټول اسلامي ځواکونه بايد په دغه جگړه کې برخه واخلي.''

د لېبیا ولسمشر معمرالقذافی په تلوېزیوني وینا کې ویلي پر طرابلس د لوېديځ د بریدونو پروړاندې ټينګ ولاړ دی، چې په وینا یې د امریکا برید به ماتوي .

معمرالقذافي پر لېبیا د لوېديځ د بریدونو په تړاو ویلي چې پرضد یې ټینګ ولاړ دی او دا بریدونه به په شا تمبوي او دی به بریالی کېږي .

تېره ورځ امریکا په لېبیا کې د خپلو دوو الوتکو د رالوېدو خبر ورکړی و .

معمرالقذافي په باب العزیزي کې ویلي ''اسلامي ځواکونه ټول له ماسره جنګېږي.''

د لېبیا پر رسمي تلوېزیون قذافي پخپله درې دقیقه ییزه وینا کې ویلي، ''زه له هغو بریدونو وېره نه لرم، چې بریدګر زموږ پر کور راننوتي دي، او نه هم له هغو بمباریو ډارېږم چې سیمه یې توره ایرې کړې ده.''

نوموړي ویلي که جګړه اوږده وي او که لنډه، پروړاندې به یې مقاومت کوي.

دی وايي چې ''زه دلته پخپل کور کې په خېمه کې یم، حق له ما سره دی او زه به ټينګ ودرېږم.''

''ډېره پياوړې هوايي مدافع، ډېره پياوړې هوايي دفاع زموږ خلک دي. دا دي هغه خلک، قذافي د خپلو خلکو په منځ کې دى. دا دى هوايي دفاع.''

صلیبیان

ښاغلي قذافي د خپلې وينا په لړ کې پر فرانسې، برتانيا او امريکا نيوکې وکړې او هغه يې صليبيان وبلل او پر ټولو اسلامي ځواکونو يې له دوى سره د جگړې غږ وکړ :

''نوې صليبي جگړه د صليبي هيوادونو له خوا پر اسلام پيل شوې . اسلام دې هر چېرته تل ژوندى وي، ټول اسلامي ځواکونه بايد په دغه جگړه کې برخه واخلي.''

د انځور حقوق Reuters (audio)
Image caption واشنگټن او لندن غواړي چې د لېبيا په ماموريت کې ناټو مهم رول ولري خو پاريس ناټو ته تر دې د زيات واک ورکولو غوښتنه لري .

بل خوا د امريکا ولسمشر بارک اوباما د لېبيا د جگړې پرسر د برتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کاميرون او د فرانسې له ولسمشر نيکولاس ساغکوزي سره يوې موافقې ته رسېدلی دی.

سپينه ماڼۍ وايي چې درېواړه مشرانو هوکړه کړې چې ناټو دې د لېبيا په جگړه کې مهم رول ولوبوي .

سره له دې چې د لېبيا د جگړې د تنظيم د چارو پر سر اوس د ټلوالې د غړو ترمنځ هوکړه را منځ ته شوه خو تر اوسه داسې ډير جزييات پاتې دي چې بايد روښانه شي .

د اوس لپاره د لېبيا ضد جگړې قومنده د امريکا سره ده خو دايې روښانه کړې چې نه غواړي د اوږدې مودې لپاره دغه کار ترسره کړي .

واشنگټن او لندن غواړي چې د لېبيا په ماموريت کې ناټو مهم رول ولري خو پاريس ناټو ته تر دې د زيات واک ورکولو غوښتنه لري .

ور سره جوخت د ناټو نظامي ټلواله په دې موافقې ته هم ورسېده چې پر لېبيا د وسلو بنديز عملي کړي.دا د ليبيا په تړاوو ددغې ټلوالې لومړنۍ پورته کړى رسمي گام وو .

لېبيا يي چارواکو په پلازمېنې کې د بي بي سي يو خبريال طرابلس ته نژدې هغې سمندر غاړې ته بيولى چې دغلته پر بندري ودانيو تيره شپه بهرنيو الوتکو پرې بمبار کړى .

خبريال الن ليټل وايي چې د طرابلس دپراخ سوداگريز بندر سره په خواکې د توکو د ساتلو گنې ودانۍ يې ليدلي چې د ميزاييلو بريد پرې شوى . خبريال وايي ددغه زورور بريد غږ يې په خپله اوريدلى او دغلته ويني چې ودانۍ ړنگې پرتې دي او ده د لگيدلو را کټونو ټوټې وليدې .

دغلته په خواکې د توغنديو د ليږد گڼ روسي ساخت گاډي يې هم ليدلي چې سوځېدلي وو

د لېبيا پوځي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د پوځ د موټرونو د بيا جوړولو يو ورکشاپ وو چې د بهرنيانو په بريد کې دړې وړې شو.

په دغه سيمه بريد کې څوک نه وو وژل شوي خو ليبيا کې چارواکي ټينگار کوي چې يو شمير ملکي کسان په وروستيو بريدونوکې وژل شوي او ټپيان شوي دي .

بل خوا د لېبيا په ختيځ کې ښاغلي قذافي ته وفادارو ځواکونو د اجدابيې پر ښار خپل کنټرول ټينگ کړى اود غلته د مخالفو يا غيانو پر مختگ ټکنى شوى . ياغيان له ښاره بهر په شاوخوا سيمو کې د بنغازي څخه شاوخوا سل ميله ليري پراته دي .

ددغه ښار د کنټرول پر سر د لېبيا يي پوځ او يا غيانو ترمنځ له څو اونيو راهيسې جگړه روانه ده .

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امريکا ولسمشر بارک اوباما د لېبيا د جگړې پرسر د برتانيا له لومړي وزير ډېوېډ کاميرون او د فرانسې له ولسمشر نيکولاس ساغکوزي سره يوې موافقې ته رسېدلی دی.

دغلته د بي بي سي يو بل خبريال وايي چې د جگړې په کرښه کې د يا غيانو ترمنځ د پريشانۍ او پر يوه او بل د بدگمانۍ وضيعت يې تر ستر گو شوى .

د اجدابيا د ښار لپاره د جگړې په دغه کرښه کې ياغيانو پر ځينو تور لگاوه چې د ښاغلي قذافي لپاره جاسوسي کوي.

ځينو ته دغلته لارښوونه کېده چې جگړې ته ور دمخه شي او ځينې پکې د مخ پر وړاندې نه تلو له کبله ترټل کېدل :

''له څو ساعتونو تېرېدو وروسته ياغيانو هېڅ پر مختگ ونشو کړى ، ځينو له پر لپسې هڅو سره سره بېرته خپلو پخوانيو سيمو ته راستانه شول، دوى د سمې قومندې ، د اړيکو د نيولو د وسايلو او ښو وسلو له کموالي سره مخا مخ دي. دغو ځوانانو غوښتل چې لوېديځ وال دي له دوى سره ددرنو وسلو مرسته وکړي .''

ځينو پکې د 'اجدابيا' د ښار د نيولو هيله ښوله خو ځينو نورو بيا دا تمه لرله چې د لېبيا په نورو ښارونو کې هم خلک د معمر قذافي پرضد را پورته شي او ځانونه ترې ازاد کړي:

''په اجدابيا ښار کې په زرگونو کورنۍ له يوې اوونۍ راهيسې په يوه ډول محاصرې او د برېښنا په نشتوالي کې ژوند کوي.''

ورته مطالب