د سوریې نورو ښارونو ته لاریونونه وغځېدل

سوریه د انځور حقوق AP
Image caption لږ تر لږه ۲۰ تنه د مظاهره چيانو په خبره، په ديرعا ښار کې هغه مهال ووژل شول چې د پخواني ولسمشر حافظ الاسد مجسمې ته تر اور اچولو وروسته گولۍ راو اورېدې.

د سوريې حکومت دا اټکلونه رد کړي چې گنې وروستي تاوتريخوالي د هيواد سياسي نظام له گواښ سره مخامخ کړى دى.

د اطلاعاتو وزارت په يوه وينا کې ويلي چې حالات په ټول هيواد کې آرام دي.

د ډاډ دا غږونه تر هغه وروسته پورته شوي چې د پلازمېنې دمشق په گډون د سوريې په لر او بر کې لويې مظاهرې وشوې چې گډونوالو يې د سياسي اصلاحاتو غوښتنه کوله.

دا مظاهرې د حکومت له خوا د تېرېدنو تر اعلان يوه ورځ وروسته شوي او ناتاييد شوي رپوټونه په دريو جلا غونډو کې د مرگ ژوبلې وينا کوي.

لږ تر لږه ۲۰ تنه د مظاهره چيانو په خبره، په ديرعا ښار کې هغه مهال ووژل شول چې د پخواني ولسمشر حافظ الاسد مجسمې ته تر اور اچولو وروسته گولۍ راو اورېدې.

په ښار کې د محمد په نامه يوه ډاکټر بي بي سي ته وويل چې پوځيان له نورو سيمو ورسېدلي او گڼ خلک يې وژلي دي.

باور دى چې لږ تر لږه ٤٠ تنه به د ديرعا د يوې اوونۍ په تاوتريخوالي کې وژل شوي وي.

د بښنې د نړيوالې ټولنې – امنستي انټرنشنل اټکل تر دې هم لوړ دى. ټولنې پرون وويل چې ښايي په همدې موده کې دننه په ښار او شاوخوا کې د وژل شويو شمېر لږتر لږه ٥٥ ته رسېدلى وي.

د انځور حقوق AP
Image caption په يوه پړاو کې د حکومت دغه پلويان له مخالفو مظاهره چيانو سره په اخ وډب هم کېوتي دي.

پخپله په پلازمېنه – دمشق کې هم سلگونه مظاهره کوونکي د "ملک فيصل" پر واټ تېر شول او شعارونه يې ورکول چې "سوله ، خداى، سوريه او آزادي."

که څه هم ډېرئ مظاهره کوونکي يوازې سياسي اصلاحات غواړي، خو په دمشق کې راټولو شويو په لومړي ځل د نظام د بدلون چيغې هم پورته کړې:

سلگونه نور بيا-- همدغلته په دمشق کې د حکومت په پلوۍ سړکونو ته راوتلي او ويل يې چې د ولسمشر بشارالاسد لپاره د سر قربانولو ته چمتو دي.

په يوه پړاو کې د حکومت دغه پلويان له مخالفو مظاهره چيانو سره په اخ وډب هم کېوتي دي.

ورته مطالب