لېبیا: د ایتلافي ځواکونو بمبارۍ ولسي وګړي وژلي

لېبیا
Image caption د ناټو الوتکو د قذافي پوځي ځایونه او هوايي دفاع په نښه کړې ده .

یوې لېبیايي طبي سرچینې بي بي سي ته ویلي د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې ددغه هېواد اووه وګړي وژل شوي او تر ۲۵ ډېر نور ټپیان دي .

ډاکټر سلیمان الرفادي ویلي، هوايي برید د تېرې چهارشنبې البریقه ښار ته څېرمه پر العرقوبي کلي شوی دی .

د نوموړي په وینا، په برید کې د تېلو یوه ذخیره په نښه شوې، چې د چاودېدو له کبله یې ورڅېرمه دوه کورونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي .

دی وايي چې په برید کې د وژل شوو عمرونه د ۱۲ او ۲۰ کلونو ترمنځ ول.

بل خوا د ناټو ځواکونو یوې سرچینې ویلي چې د دغه برید په اړه به پلټنه وکړي.

دا دى د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کې د لېبيا د شخړې پر سر له رايو ورکولو دوې اوونۍ پوره شوې، او دادى اوس ډېر شيان روښانه شوي دي.

نړيواله ټلواله نه غواړي چې يوازې د هوايي ځواک د کارولو له لارې ډگروال قدافي له واکه ليرې کړې . خو د ښاغلي قذافي پر ځواکونو نړويوال هوايي بريدونه په ١٩٩١ کال کې په بغداد کې د صدام حسين او په بلگراد کې په سلوبودان ميلا سويچ هغو پرتله ډير دقيق او محدود دي .

موخه يې ددغه ماموريت اصلي ټکي يانې د ملکېانو ژوند ته کلک پا کول دى .

دویم ډگروال قذافي هم نه غواړي چې د يا غيانو لخوا له واکه ليرې شي . په پيل کې ياغيان ځکه بريالي وو چې هغه مهال د قذافي د ځواکونو پرتله يې مورال قوي وو .

دا مهال ليبيايي ځواکونه د وسلو، قومندې او کسانو له اړخه پر يا غيانو برلاسي دي .تر دې مهال داسې ښکاري چې ټلواله نه غواړي چې ډگروال قذافي ختځ ښار ونيسي .

خو د بي بي سي خبريال جان سيمپسن په خپله شننه کې وايي هغه څه چې ده ته په تېرو دوو اوونيو معلومه شوې داده هغه څه چې سياستوال او ډيپلوماسي کېداى شي ترسره کړې وسله وال ځواکونه يې نه شي تر لاسه کولى . پر همدې مهال

په ليبيا کې ياغي ځواکونو ويلي دوى اوربند مني خو شرط يې دا وړاندې کړى چې که ډگروال قذافي له هغو ښارونو خپل ځواکونه وباسي چې د يا غيانو تر کنټرول لاندې دي او د خلکو سوله ييزو لاريونونو ته دې اجازه ورکړي .

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption موسی کوسا د قذافي له حکومت نه استعفی ورکوي.

خو د ياغيانو مشر مصطفى عبدالجليل چې د مخالفينو د موقتې ملي شورا مشر دى ويلي چې ښاغلى قذافي بايد ولاړ شي . پر همدې مهال د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې داسې رپوټونه ورته رسيدلي چې په سلگونو زره ليبيايان د تاوتريخوالي له کبله له خپلو کورونو بيځايه شويدي . خو د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو لوى کميشنر انتونيو گويتيريس بي بي سي ته وويل چې اداره يې په ټوله ليبيا کې د حالاتو د ارزولو لپاره لاس رسي ته اړتيا لري .

''تردې مهاله ( يو ان اچ سي ار ) ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ليبيا ته ور شي. موږ ليبيا ته د ورتلو د اجازې په تمه يو . خو لکه چې ما وويل اوس مهمه داده چې خلک په هغو سيمو کې بشري مرستو ته لاسرسى پيدا کړي چې اړتيا ور ته لري .''

ښاغلي گويتيرس وويل چېاوس ددې وخت دى چې نړۍ د ليبيا بشري ناورين ته پام وکړي:

''زه فکر کوم چې په ليبيا کې بشري وضعیت ډېر سخت دي . ټول پام اوس د ستونزې په سياسي او پوځي اړخونو را څرخېږي، خو موږ بايد دا له ياده ونه باسو چې لا له وړاندې څلور سوه زرو کسانو هيواد خوشي کړى او په لويه کچه خلک بيځايه شوي دي ، دارنگه گڼ کسان وژل شوي او گڼ نور په شخړه کې را گير دي . ''

بل خوا د ليبيا د تيلو وزير شکري غنيم چې يو مهال د ليبيا لومړى وزير هم وو هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې دى له هيواد وتلى . هغه وايي همدا اوس په پلازمينه طرابلس کې په خپل کار بوخت دى.

'' نه ، نه زه همدا اوس په طرابلس کې په خپل دفتر کې کار کوم . زه په خپل هيواد کې کار کړم ، زه د تيلو د توليد يا صنعت د برخې مشر يم . زه سختې هڅې کوم چې د تيلو دغه صنعت منظم او متحد وساتم او هڅې کوم چې د تيلو د تا سيساتو ته د ور اوښتونکي زيان کچه راکمه کړم ، زا دارنگه هڅې کوم چې د تيلو د کارکونکو امنيت خوندي کړم او له چور تالانه ددغو تا سيساتو ساتنه وکړم .''

خو په ليبيا کې د معمر قدافي پر ځواکونو لا هم د نړيوالې تلوالې لخوا هوايي او سمندري بريدونه روان دي او ناټو وايي د هغو بريدونو پلټڼه يې پيل کړې چې تيره ورځ له ليبيا څخه د نړيوالو ځواکونوپه بريدونو کې د يو شمير ملکيانو د وژل کيدو رپوټ ورکړل شو.

ورته مطالب