د اوباما ماسک اغوستونکی غل ونیول شو

غل د انځور حقوق AP
Image caption پولیس وايي دغه سړي د تېرې جنورۍ په میاشت کې په هاندبرګ کې هم ورته غلا کړې وه .

د نمسا پولیس وايي داسې یو غل یې نیولی، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ماسک یې پر مخ و او هڅه یې کوله چې د صرافۍ له بازاره پیسې غلا کړي .

پولیس وايي دغه غل یې تېره پنجشنبه ددغه هېواد د شمال ختيځ 'سالزبرګ' ښار په 'فورناخ' ښارګوټي کې نیولی دی .

دغه غل تر غلا وروسته سم لاسي په یوه ځنګل کې نیول شوی دی.

د صرافۍ یوه کارکوونکي ویلي، مخکې له دې چې غل په خپل ګاډي کې وتښتي، خپله وسله یې پرې راویستله او په مرګ یې وګواښه .

داسې باور دی چې رسنیو یې په اړه د 'غل اوباما' ترسرلیک لاندې رپوټونه ورکړي، وړاندې هم شپږ ځلې ورته غلاوې کړې چې په ټولو کې یې وسله کارولې ده .

د پولیسو ویاند ویلي له دغه سړي سره یې یو ماسک، وسله او غلا شوې نغدې پیسې لاس په لاس نیولې دي.

دوی وايي چې غل د المان یو وګړی دی.

"د بې سېکه سړي" ماسک

د ویلو ده چې دغه غلا د ۲۰۰۸ کال د یوه سپین ږیري بې سېکه سړي ماسک له ځانه سره راوړی، خو ظاهري بڼه یې د اوباما د مخ په څېر ښکاري .

پولیس وايي دغه سړي د تېرې جنورۍ په میاشت کې په هاندبرګ کې هم ورته غلا کړې وه .

دغه غله په تېره جنورۍ کې له صرافۍ څخه شاوخوا ۱۳ زره ډالره وړي ول، خو د ۲۰۰۹ کال په جولای کې یې بیا ۴۰ زره ډالر غلا کړی ول .

ورته مطالب