اوباما: 'د هرسپېڅلي کتاب سوځول تعصب دی'

دېمېستورا
Image caption سټیفن دېمېستورا ويلي چې د تېرې جمعې ورځې برید "به د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو او په افغانستان کې د ددغه سازمان پر شتون اغېز ونه کړي."

ولسمشر بارک اوباما وويل د هر سپېڅلي کتاب سوځول د خورا سختې بې زغم او تعصب عمل دى.

نوموړي د دغو تاوتریخجنو پېښو اصلي سبب امریکایی پادري تيري جونز بللی دی.

د تېرې شنبې پرورځ په امریکا کې د قرآن کریم د سوځېدو پرضد په تاوتریخجن لاریون کې په کندهار کې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

دغه لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۰مه د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه کلیسا کې یوه متعصب پادري 'واین سپ' د ۵۰ کسانو په مخ کې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

دا راز د تېرې جمعې پرورځ د افغانستان په شمالي مزارشریف ښار کې د ملګرو ملتونو پر دفتر په برید کې ۱۴ کسان ووژل شول، چې څلور په کې نیپالي ساتونکي او درې نور یې اروپايي کارکوونکي ول .

پر وژل شوو خواخوږي

اوباما په یوه ویناپاڼه کې د وژل شوو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده، نوموړي ویلي چې ''د قرآن په ګډون د هر سپېڅلي کتاب سوځول د تعصب او له زغمه وتلی کار دی.''

نوموړی زیاتوي "پر بې ګناه کسانو برید او وژنه یو ناوړه کار دی چې دا د انساني اخلاقو او کرامت تر پښو لاندې کول دي."

اوباما دا هم ویلي چې "هېڅ دین د بې ګناه کسانو د وژلو او د هغوی د سرونو د غوڅولو اجازه نه ورکوي او نه د دې ډول ناوړه کار لپاره توجیه شته."

بل خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ ترټولو جګپوړي چارواکيی سټيفن دېمېستورا ویلي چې دا ډول کارونه له افغانستان څخه د دوی د فعالیت د ټغر د ټولېدو سبب نه شي کېدای.

نوموړي ويلي چې د تېرې جمعې ورځې برید "به د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو او په افغانستان کې د ددغه سازمان پر شتون اغېز ونه کړي."

نوموړي مزارشریف ته د خپل سفر پرمهال د دغه تاورتریخوالي اصلي سبب امریکایی پادري بللی دی.

دی وايي "موږ باید هېڅ کوم افغان ګرم نه کړو، باید هغه کس ملامت وبولو چې د دې ناوړه کار پایله شو، هغه چې قرآن یې سوځولی. د وینا ازادي په دې مانا نه ده چې ګني د نورو کولتور، دین او دودونو ته دې سپکاوی وشي."

"راديکالي عنصر "

د انځور حقوق AFP
Image caption پادري جونز ویلي چې پادري واین سپ د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید لامل نه دی.

بل خوا پادري تیري جونز ویلي چې دی د تاوتریخوالي او د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید لامل نه دی.

هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "په اسلام کې سخت دریځه عنصر د قرآن د سوځېدو لامل شوی دی."

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي "زموږ موخه په اسلام کې د رادیکالی عنصر له منځه وړل دي. "

جونز ګواښ کړی چې د روانې اپرېل پر ۲۲مه به د امریکا په میشګن ایالت کې د تر ټولو لوی جومات مخې ته د اسلام ضد لاریون کوي .

ورته مطالب