د زهایمر ناروغۍ اړوند پنځه ژنونه کشف شول

زهایمر د انځور حقوق SPL
Image caption د امريکا د پېنسېلوېنيا او د برتانيا د کارډېف پوهنتونو ساينس پوهانو د دغې ناروغۍ پر دوو بېلو څېړنو کار پيل کړی و، خو وروسته يې خپل معلومات سره بدل کړل چې د ټولو موندنو پخلی وکړي.

ساينس پوهانو اعلان کړی له زهايمر ناروغۍ سره يې ۵ نوي جنټيکي تړاوونه موندلې، چې کېدی شي په پای کې د هغه چا په اړه واړندوينه کې مرسته وکړي چې د ذهني ناروغۍ د دغې بڼې د پرمختيا ډېر خطر لري.

د امريکا او بريتانيا څېړونکيو د يو لړ څېړنو پايلې سره غونډې کړې چې د نړۍ له بېلابېلو برخو د ۶۰ زره خلکو په اړه ترسره شوې دي.

په موندنو کې له دغې ناروغۍ سره د تړلو جينونو شمېر دوه برابره ښيي، چې ورسره ۱۰ ته رسېږي.

د بي بي سي خبريال ماډي سېوېج پرې راپور لري .

دغه موندنې د زهايمر په اړه پلټنه کې ستر پرمختګ په ګوته کوي. زهايمر د هغو خلکو پر نيم شمېر اغېز کوي چې تر ۸۵ کلنۍ يا ورپورته عمر پورې ژوند کوي، او اوسمهال يې درملنه نه شي کېدی. د دغې ناروغۍ نښې دا دي چې يو انسان په کې خپل ډېر ياد له لاسه ورکوي، او عجيب ډول چلن غوره کوي.

د امريکا د پېنسېلوېنيا او د برتانيا د کارډېف پوهنتونو ساينس پوهانو د دغې ناروغۍ پر دوو بېلو څېړنو کار پيل کړی و، خو وروسته يې خپل معلومات سره بدل کړل چې د ټولو موندنو پخلی وکړي.

د دوی کار د (DNA) پنځو نويو بڅرکيو پېژندنه کړې چې زهايمر ناروغۍ کې ونډه لري.

Image caption اټکل کې د هغو کسانو شمېر چې د نړۍ لروبر په زهايمر اخته دي تر ۲۰۳۰ کال پورې دوه برابره شي او ۶۵ مليونو ته ورسېږي، ځکه چې په شتمنو هېوادونو کې په پرله پسې ډول وګړي اوږد ژوند کوي.

دغه بڅرکي پر دې اغېز کوی چې بدن له وازګې او کلېسټرولو سره څه ډول چلن کوي، له هغه مېکانېزم يا جوړښت سره چې له مخې يې د مغزو سلولونه يا حجرې سرت ماليکيولونه زېبښي يا مېچنوي او هم له هغې لارې څه ډول چلن کوي چې له مخې يې بدن دفاعي نظام کار کوي.

ساينس پوهان هيله لري د دوی موندنې به په پای کې ډاکټرانو ته د دې لار پرانيزي چې وګوري څوک کېدی شي په دغه ناروغۍ اخته شي، او هم د درملنې په راکتلو کې مرسته وکړي. خو دوی باور کوي چې دا کار به لږ ترلږه له ۱۰ تر ۱۵ کلونو وخت نيسي.

اټکل کې د هغو کسانو شمېر چې د نړۍ لروبر په زهايمر اخته دي تر ۲۰۳۰ کال پورې دوه برابره شي او ۶۵ مليونو ته ورسېږي، ځکه چې په شتمنو هېوادونو کې په پرله پسې ډول وګړي اوږد ژوند کوي.