اوباما د دویم ځل لپاره ولسمشرۍ ته ځان کاندیدوي

اوباما د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېر مارچ میاشت کې د ''بیو'' په نامه موسسې له خوا یوې سروې ښودلې، چې د جورج بوش او بیل کلنټن په پرتله د اوباما دريځ قوی دی.

ولسمشر اوباما غواړي چې د را تلونکي کال په ټاکنو کې يو ځل بيا د امريکا د ولسمشرى لپاره ځان کانديد کړي.

د هغه پر وېبپاڼه په يوه لنډه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې سر له اوسه دغې چارې ته کمپاين په پلان کې دى.

شنونکي وړاندوېينه کوي چې د ٢٠١٢ کال د نومبر په ټاکنو کې د مبارزې لپاره هغه کېداى شي يو ميليارد ډالره ولگوي.

پر خپله وېبپاڼه ښاغلي اوباما ويلي تر قيمتي تلويزيوني اعلانونو دمخه به له نورو لارو کمپاين ترسره کړي.

هغه همدارنگه د انټرنېټ په ټولنيزو پاڼو يا سايټونو لکه فېسبوک او ټويټر کې د کمپاين پيغامونه اېښي دي.

تر دې مهاله هغه د جمهوريت غوښتونکو لخوا کوم سيال نه لري.

اوباما په خپل پیغام کې ویلي چې د ټاکنیزې منډې ترړې به یې ورو ورو زیاتېږي.

څارونکي په دې اند دي چې د امریکا د ۲۰۰۸ په ټاکنو کې انټرنېټ ډېر رول درلود.

تمه ده چې جمهوریت غوښتونکی ګوند هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل کاندید اعلان کړي.

تر دې مهاله د جمهوریت غوښتونکو له ګوند څخه یوازې د مینسوتا ایالت پخواني والي تیم پاولنتي رسماً ځان کاندید کړی دی.

د ویلو ده چې دیموکرات ګوند د ۲۰۱۰ د نومبر په ټاکنو کې پاتې راغلی، او د مشرانو جرګې ډېرې څوکۍ یې ونه شوای ګټلی.

په تېر مارچ میاشت کې د ''بیو'' په نامه موسسې له خوا یوې سروې ښودلې، چې د جورج بوش او بیل کلنټن په پرتله د اوباما دريځ قوی دی.

په سروې کې راغلي، چې په سلو کې ۴۷ اوباما د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه مني، خو ۳۷ فیصده بیا د جمهوریت غوښتکونکي کاندید ته، چې لاتراوسه نه دی کاندید شوی، رایه ورکوي.

ورته مطالب