تر ۸ ساعتونو ډېر کار د زړه ناروغۍ زیاتوي

.
Image caption څېړنه وايي چې د ورځې د ډېرو ساعتونو لپاره کار کول د زړه د ناروغۍ خطر ډېروي.

برتانوي پوهانو په یوه وروستۍ څېړنه کې ویلي چې د سهار له نهو بجو د ماسپښين تر پنځو بجو پورې هره ورځ تر معمولو ۸ ساعتونو زیات ۱۱ ساعته کار کول د زړه د ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي.

څېړنې ویلي هغه کسان چې د ورځې ډېر کار کوي، ډېر احتمال شته چې په سلو کې ۶۷ یې د زړه ناروغي ډېره شي.

څېړونکو دغه اوسنۍ روغتیايي څېړنه پر اوو زرو کارکوونکو ترسره کړې ده.

په څېړنه کې راغلي چې ډاکټران باید له خپلو مراجعینو د هغوی د ورځني کار په اړه وپوښتي.

دڅېړونکو مشر پروفیسور میکا کیفیماکي وايي: "دا چې یو ډاکټر له خپل ناروغ د هغه د کار په اړه وپوښتي، دا یو اسانه او ګټور کار دی، او دا بیا یو روتيني عمل وګرځول شي. او دغه نوي مالومات باید د زړه د ناروغانو د درملنې په برخه کې ډېر ګټور پرېوځي."

د پروفیسور کیفیماکي په وینا، کېدای شي چې د دغې څېړنې پایلې د هغو کسانو لپاره یو ګواښ وي، چې د ورځې تر ۸ ساعتونو ډېر کار کوي.

په څېړنه کې راغلي، چې د تېرو ۱۱ کلونو په درشل کې د ۱۹۲ کسانو څېړل شوی وضعیت د دې لامل شوی، چې د زړه په ناروغۍ اخته شي.

او هغه کسان چې د ورځې ۱۱ یا تر دې هم ډېر ساعته کارکوي، د زړه په ناروغیو تر ډېرې کچې اخته کېدونکي دي.

کله چې د ډېرو ساعتونو لپاره کار د وینې د فشار د لوړوالي په څېر د خطر له نورو عواملو سره یوځای شي، د ناروغ په اړه لا ډېر مالومات ترلاسه کېدای شي.

کارپوهان وايي که چېرې ډاکټران له خپلو ناروغانو د نورو پوښتنو په لړ کې د هغه د کار د مودې په اړه وپوښتي، نو د ۲۵ زره هغو کسانو له ډلې، چې هر کال په برتانیا کې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي، شپږ زره به یې له دې ناروغۍ وژغوري.

د کارپوهانو په وینا، لاهم په دې اړه څېړنه روانه ده چې ایا د کاري ساعتونو د کچې راټيټېدل د زړه د ناروغۍ د نسبتاً ښه کېدو په برخه کې مرسته کولی شي او که نه.

د طبي څېړنو د شورا غړی پروفیسور سټيفن هولجیت چې په اده څېړنه کې یې برخه اخیستې، ویلي، "دغه څېړنه موږ ته په دې مشهوره وینا د غور کولو هوډ راکوي، چې وايي: دروند کار تا نه وژني."

ورته مطالب