پر غزې اسراییلي برید ۱۷ فلسطينیان ووژل

Image caption په برید زیاتره وژل شوي او ټپیان ماشومان ول.

له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې د اسراییلو په برید کې د وژل شوو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

ډاکټرانو ویلي په برید کې ۱‍۲ فلسطيني وګړي هم شته .

دا برید وروسته له هغه شوی، چې د حماس جنګیالیو ویلي ول، چې له اسراییلو سره یې پر غزې د بریدونو اوربند ماتی کړی دی.

په برید کې د القسام ډلې یو مشر تیسیر ابو سنیمه او د هغه مرستیال هم هغه مهال ووژل شول، چې د غزې په لوېديځ رفح کې د تېرې جمعې پر شپه یې پر ګاډي برید وشو.

د غزې په تراډه کې د بي بي بي سي خبریال وايي، د حماس د ډلې د پوځي برخې دغه مشر د ابو المجد په نامه مشهور و، او مرستیال یې محمد عواجة نومېده.

خبریال زیاتوي، چې د شنبې پر شپه هم اسراییلو د غزې پر هغه تونل بریدونه جاري ساتلي ول، چې د مصر او غزې ترمنځ موقعیت لري.

د تېرې جمعې پر ورځ هغه مهال دوه فلسطينیان ووژل شول او لس نور تپیان شول، چې د غزې پر ختيځ الشجاعیه ښارګوټي اسراییلو بریدونه وکړل.

په برید زیاتره وژل شوي او ټپیان ماشومان ول.

ورته مطالب