الجزایری د نقاب لرونکو ښځو جریمه پرې کوي

نقاب د انځور حقوق AFP
Image caption د تېرې دوشنبې پر ورځ فرانسې په عامه ځایونو کې پر نقاب د بندیز د عملي کولو اعلان وکړ.

د فرانسې یوه شتمن سوداګر رشید نکاز ويلي خپله یوه ودانۍ به له دې کبله خرڅلاو ته وړاندې کړي، چې په فرانسه کې د هغو ښځو جریمه پرې کړي، چې په عامه ځایونو کې د نقاب بندیز پرې لګول شوی دی.

د تېرې دوشنبې پر ورځ د فرانسې حکومت اعلان وکړ، چې په عامه ځایونو کې باید مسلمانې مېرمنې نقاب وانه اچوي، او که چا له دې قانون څخه سرغړونه وکړه، جریمه به شي.

الجزایرالاصله فرانسوي رشید نکاز فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "په شوازي لوروا کې مې خپله ودانۍ خرڅلاو ته وړاندې کړه، چې اعلان یې پر انټرنېټ هم موندل کېدای شي، دا زما او زما د ښځې امریکايي کاتولیکې شخصي ودانۍ ده، غواړم چې په پیسو یې د هغو ښځو جریمه پرې کړم، چې په فرانسه کې د نقاب د اچولو په تور نغدي جریمه کېږي. "

د "زما قانون ته لاس مه راوړه" ټولنې چې شاوخوا ۷۵۰ غړي لري، د دوشنبې پر ګهيځ په پاریس کې د نوتردام کاتدرایې مخې ته د یوه سوله ییز لاریون بلنه ورکړې وه.

Image caption فرانسه لومړی اروپايي هېواد دی چې پر نقاب او حجاب یې بندیز ولګاوه.

دوی وايي په دغه هېواد کې پر مسلمانو ښځو په عامه ځایونو کې د نقاب د بندیز پرضد ددغه لاریون غوښتنه کړې وه.

نکاز زیاتوي "شخصاً زه د نقاب پرضد یم" . دی وايي "هغه قانون غوره بولي چې په د عامو ادارو، بازار، سوداګریزو مرکزونو او ښوونځيو په څېر په عامه ځایونو کې پرنقاب بندیز لګوي. "

نکاز چې د فرانسې د ۲۰۰۷ کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم کاندید شوی و، خو بیا یې اړینې رایې ترلاسه نه کړې، ویلي "دا چې نیکولا سارکوزي ددغه قانون د عملي کولو اعلان وکړ، پوی شوم چې تر سرې کرښې ځینې کسان اوړي."

د تېرې دوشنبې پر ورځ فرانسې اعلان وکړ، هرڅوک چې له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، ۲۱۷ ډالره به جریمه کېږي.

په قانون کې راغلي، امنیتي ځواکونه او پولیس له نقاب یا حجاب لرونکو ښځو څخه په زور د نقاب یا حجاب د لیرې کولو حق نه لري، خو څوک چې محجبې یا منقبې (نقاب لرونکې) ولیدل شي، نغدي جریمه کېږي.

Image caption فرانسه وايي چې نقاب ددغه هېواد له اساسي معیارونو سره په ټکر کې دی، خو مسلمانان بیا حجاب واجب بولي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ فرانسوي پولیسو دوې هغه نقاب لرونکې مسلمانې ښځې ونیولې، چې له دوو نورو حجاب لرونکو سره ملې وې.

قانون دا هم ویلي، هغه څوک چې ښځې حجاب یا نقاب اغوستو ته اړباسي، کېدای شي تر دوو کلونو زندان پورې سزا ورکړل شي.

فرانسه لومړی اروپايي هېواد دی چې پر نقاب او حجاب یې بندیز ولګاوه.

ددغه قانون له مخې، هغه فرانسوۍ یا بهرنۍ ښځه، چې پر عامه ځایونو یا سړکونو محجبه یا منقبه ولیدل شي، د پولیسو له خوا به درول کېږي او نغدي جریمه به پرې راځي.

د فرانسې حکومت وايي، نقاب په فرانسه کې ددغه هېوادله اساسي معیارونو سره په ټکر کې دی، خو په مسلمانو ټولنو کې بیا حجاب او نقاب واجب دی.

ورته مطالب