موسی کوسا: د لېبیا حالت د سومالیا په څېر کېدای شي

موسی کوس د انځور حقوق Reuters
Image caption موسی کوس وايي: "د لېبیا د خاورې وېشل نه منو، د لېبیا یووالی د هرې ستونزې او برابرۍ حل دی.''

د لېبیا د بهرنیو چارو لیرې شوي وزیر موسی کوسا بي بي ي ته وویل که چېرې یې په هېواد کې روان وضعیت دوام وکړي، کېدای شي نوې سومالیا ترې جوړه شي.

نوموړي ويلي د لېبیا د اوسني وضعیت د حل یوازېنۍ لاره پخپله له لېبیايي وګړو سره ده، هغه دا چې په دیموکراتیکه فضا کې خبرې وکړي.

ښاغلی کوسا چې دا مهال په برتانیا کې دی، وايي "له ټولو ښکېلو غاړو په جدي توګه د خپل هېواد د ژغورلو غوښتنه کوم، باید له کورنیو جګړو لاس واخلي او له وینې تویولو ډډه وکړي، که نه زموږ هېواد به هم د سومالیا په څېر شي."

نوموړی زیاتوي "د لېبیا د خاورې وېشل نه منو، د لېبیا یووالی د هرې ستونزې او برابرۍ حل دی.''

موسی کوسا دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د لېبیا مخالفې ډلې د افریقايي اتحادیې له خوا وړاندې شوی وړاندیز رد کړ.

د مخالفې ټلوالې او افریقايي اتحادیې ترمنځ په بنغازي کې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ټلوالې د ملي انتقالي شورا غړي مصطفی عبدالجلیل وویل، د افریقايي اتحادیې دا وړاندیز ځکه موږ نه منو، چې بیا هم قذافي او د هغه زامن په واک کې پاتې کېږي.

اتحادیې د سم لاسي اوربند، د اړمنو لپاره د بېړنیو مرستو د رسولو او د بهرنیو وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، او ویلي يې ول چې د ناټو هوايي بریدونه دې ودرول شي، او د حکومت او ټلوالې ترمنځ دې د برابرۍ او سیاست په تړاو خبرې پیل شي.

بل خوا، د افریقايي اتحادیې د استازۍ ویاند نور الدین المازني ویلي، د انتقالي شورا له خوا د افریقايي اتحادیې د غوښتنې ردول، ددغه بهیر د ناکامۍ په مانا نه دی.

نوموړي له بي بي سي سره په یوه تیلې فوني مرکه کې ویلي د منځګړیتوب اساسي هدف د هېواد د لوړو ګټو ساتل او د نورو وینو د تویېدو مخنیوی دی.

سيف الإسلام

بل خوا، د قذافي زوی سیف الاسلام ویلي، له واکه یې د پلار د لیرې کولو په اړه هر راز خبې بې مانا دي...

خو سیف الاسلام منلې چې هېواد یې نویو څېرو ته اړتیا لري او د پلار عمر یې زیات شوی او نوره واکمني نه غواړي.

سیف الاسلام زیاتوي، د لېبیا راتلونکی به له "توره په لاس مشر" څخه بېل وي.

دی وايي: "غواړو چې یوه نوې ډله سیاسي ډګر ته رامخې ته شي، ځوانان باید د هېواد واګي په لاس کې واخلي، او ملي چارې سمبالې کړي. موږ نوې څېرې غواړو، دا ټول د لېبیا د راتلونکې لپاره. خو د ولسمشر ‎(قذافي) د لیرې کولو پر سر خبرې هېڅ مانا نه لري."

ده دا هم ویلي چې "اوس هرڅه د لېبیا راتلونکی بدلولی شي، او اوس لېبیا باید هغه لېبیا نه وي، چې مشر به یې توره په لاس له خپل ولس، لوېديځ او ختيځ سره ولاړ و، موږ ټول یوه کورنۍ یو او د لېبیا راتلونکی به جوړوو."

د افریقايي اتحادیې ددغه وړاندیز په تړاو ناټو په خپل لومړي غبرګون کې ویلي، اوربند باید باوري او د څېړنې وړ وي.

د انځور حقوق AP
Image caption کلنټن ويلي دي چې هېواد یې د اوربند پرېکړې ته رسېدل او له هغو سیمو د قذافي د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، چې په زور یې نیولې دي.

د ناټو عمومي منشي اندري فو راسموسن د هر راز تاوتریخوالي د بندولو او اوربند وړاندیز کړی او ویلي دي چې د ولسي وګړو ژوند ته باید ډېر پام وشي.

نوموړي ويلي چې یوازې پوځي چاره د حل لاره ه ده.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ هم د افریقايي اتحادیې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي هر راز پرېکړه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رڼا کې وشي، خو د هغه ایټالوي سیال فرانکو فراتیني بیا په لندن کې ویلي چې په لېبیا کې هر راز پرمختګ باید د قذافي په غیاب کې وشي، چې په وینا یې قذافي د اوربند درناوی نه کوي.

د كلنټن څرګندونې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیلرې کلنټن یوځل بیا له امریکا د لیبايي مشر معمرالقذافي د لیرې کولو غوښتنه تازه کړې، خو د افریقايي اتحادیې پر پرېکړه یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

کلنټن دا څرګندونې په یوه خبري غونډه کړې او ويلي دي چې هېواد یې د اوربند پرېکړې ته رسېدل او له هغو سیمو د قذافي د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، چې په زور یې نیولې دي.

ورته مطالب