امریکا پر ۳۲ ایراني چارواکو د بندیز هرکلی وکړ

ویاند جي د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا وايي چې د اروپايي اتحادیې ترڅنګ به په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړ ترڅنګ ولاړه وي.

د بارک اوباما ادارې د اروپايي اتحادیې له خوا پر ۳۲ ایراني چارواکو له دې کبله د بندیز لګولو هرکلی کړی، چې وايي له بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده.

د تېرې سه شنبې پر ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په لګزمبرګ کې د خپلې ناستې پرمهال پر ۳۲ ایراني چارواکو له بشري حقونو د سرغړاوي په تور بندیز ولګاوه.

سپینې ماڼۍ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اروپايي اتحادیې دا پرېکړه پر ځای ده، دا ځکه چې نړیواله ټولنه د ایران د خلکو د ځپلو په تور دا ډول کسان په نښه کوي.

که څه هم تر دې مهاله ددغو ۳۲ ایراني چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو ایران وايي چې د بشر حقونه یې نه دي مات کړي، او وايي چې د لوېديځو هېوادونو دا ډول پرېکړه او دريځ سیاسي انګیزه لري.

خو امریکا تر دې مهاله پر لسو ایراني چارواکو د بندیز لېست په ډاګه کړی دی.

خو د سپينې ماڼۍ ویاند جي کارني ویلي: ''د امریکا متحده ایالتونه د ایران له دولته غواړي چې د خپلو هېوادوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.''

امریکا وايي چې د اروپايي اتحادیې ترڅنګ به په ایران کې د بشري حقونو د ملاتړ ترڅنګ ولاړه وي.

ورته مطالب