د شاهي واده تشریفات: خواړه

په شاهي واده کې دودیز مراسم موجود دي. مخکې له دې چې د ویلیم او کېت د واده په مراسمو کې مېلمانه د خوړو مېز ته کښېني، باید کوم څیزونه په پام کې ونیسي؟

د استقبال ډله د خوړو یو پرانیستی مېز (بوفېه) چمتو کوي، چې د ځای د منظمولو په اړه هېڅ کومه اندېښنه نه شته. خو په ماښام کې به د نڅا یوه پارټي جوړېږي چې ماښامنۍ به هم پسې ورکول کېږي. مېلمانه مخکې له دې چې د خوړو مېز ته ولاړ شي، باید ددغې پارټۍ اداب په پام کې ونیسي.

دا کار اسانه دی، له بهر څخه د ننه خوا ته هرڅه ترتیب شوي او مېلمنو ته به خواړه وړاندې کېږي. د دسترخوان په ښي اړخ کې تل څمڅې او کاشوغې شته، خو خواږه بیا د خوړ د مېز په لوړه برخه کې ځای پرځای شوي. پنجه یې ښي اړخ ته او په کېڼه خوا کې یې په پاسنۍ برخه کې څمڅې دي.

ګیلاسونه او پیالې د خپل ترتیب په تناسب ځای پرځای شوي. د بېلګې په توګه: لومړی د اوبو ګیلاس، بیا شامبیانیا، بیا سپین ممیز، سره میز او بیا خواږه. او لاسپاکونه بیا په غابونو او د پنجو کيڼ اړخ ته اېښودل شوي.

ځینې خواړه د خوړلو پرمهال ځانګړي اداب غواړي.

وچه ډوډۍ: چړه مه کاروﺉ، په خپلو ګوتو یې ماته کړﺉ.

شوربا: لوښی باید مخکې خوا ته راکوږ کړای شي، او څمڅه د لوښي د ننه خوا څخه ډکېږي، هغه وڅښۍ په یوه ځل یې په سر مه اړوﺉ.

هليون Asparagus: په ګوتو خوړل کېږي، له سر څخه پیلېږي.

ورته مطالب