ړيوال بانک او اقتصادي اندېښنې

ښاغلی زوليک
Image caption ښاغلي زوليک په منځني ختيځ کې د حالت يادونه وکړه، او ويې ويل چې دغه سيمې حکومتونه بايد خپلو خلکو ته غوږ شي او د پرمختګ بهير کې يې ورګډ کړي.

نړيوال بانک مشر رابرټ زولېک خبرداری وکړی چې کېدای شي د نړۍ اقتصاد کېدای شي په منځني ختيځ کې د ګډوډيو يا هم خوړو د لوړو بيو د له کبله له خپل توازن او لارې ووځي.

ښاغلي زوليک چې په واشنګټن کې يې د نړيوال بانک په پسرلني کلني کنفرانس کې خبرې کولې، وويل نړۍ د بشپړې خرابۍ کړکېچ نه يوازې يوه لړزه واټن لري.

د بي بي سي د اقتصادي چارو خبريال جو لينام په خپل راپور کې وايي:

نړيوال بانک چې تر ټولو مخکې مسؤوليت يې په نړۍ کې تر ټولو کمزوري اقتصاد هېوادونو ملاتړ دی، وايي د غنمو او جوارو بيې د تېر کالو په اوږدو کې په ترتيب سره ۶۹ او ۷۴ سلنه لوړې شوې دي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې يې د تر ټولو بې وزليو لپاره د ژوند بيه د کړکېچ تر پولې رسولې ده.

دغه ډول حالت کېدای شي د نړيوال بانک د مشر روبرټ زولېک په وينا له خطر ډکې پايلې ولري:

''دا د نړۍ بې وزليو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی، چې موږ په کې د يو نسل له لاسه ورکولو خطر سره مخامخ کېدونکی يوو. موږ له يو بشپړ رسېدلي کړکېچ نه يو ګوزار لرې يوو. مالي کړکېچ موږ ته د دې ښوونه وکړه چې مخنيوی له درملنې غوره دی. موږ دا درس له ياده نه شو ايستلی.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي زوليک په منځني ختيځ کې د حالت يادونه وکړه، او ويې ويل چې دغه سيمې حکومتونه بايد خپلو خلکو ته غوږ شي او د پرمختګ بهير کې يې ورګډ کړي.

نړيوال بانک ويلي خوړو له لوړېدونکو بيو ترڅنګ د بې کارۍ پراخه کچه او هم له د حکومتونو نه کنټرولېدونکي پورونه کېدای شي ډېری اقتصادونه بې ثباته کړي.

د خوړو بيو لوړېدا پايلې داسې دي چې اغېزې يوازې بې وزليو هېوادونو ته نه دي ورلنډې.

ښاغلي زوليک په منځني ختيځ کې د حالت يادونه وکړه، او ويې ويل چې دغه سيمې حکومتونه بايد خپلو خلکو ته غوږ شي او د پرمختګ بهير کې يې ورګډ کړي.

ده شتمن هېوادونه هم وهڅول چې د ځوانو ديموکراسيو په ملاتړ کې ځنډ ونه کړي، ځکه کېدای شي خبره بيا د فرصت په لاسه وتلو تمامه شي.

ورته مطالب