په لېبيا کې د بشري حالت اندېښنې

لېبیا د انځور حقوق AFP
Image caption په 'مصراته' کې د ملکيانو ترمنځ زياتېدونکې مرګ ژوبلې د برتانيا لومړی وزير ډېوېډکاميرون دې ته اړ کړ چې د لېبيا په اړه له خپلې ستراتيژۍ دفاع وکړي.

د برتانيا د نړيوالو پرمختيايي چارو وزير انډرو مېچل پر راتلونکې دوشنبه نيويارک ته سفر کوي چې په لېبيا کې د بشري حالت په اړه له ملګريو ملتونو سره بېړنۍ خبرې ترسره کړي.

د بي بي سي د ديپلوماتيکو چارو خبريال برېجېټ کنډل په خپل راپور کې وايي:

د لېبيا په 'مصراته' او نور سيمو کې د بندو شويو ملکي وګړيو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

په لندن کې د نړيوالې پرمختيا وزارت حالت ترينګلی بلل او ويلي يې دي چې فکر کېږي يوازې په مصراته کې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي وي.

به دغه ښار کې پاکې اوبه او طبي وسايل نه شته، هغه ټپيان چې حالت يې سخت ښودل شوی په بېړنۍ توګه ايستلو ته اړتيا لري.

په نيويارک کې له ملګريو ملتونو د برتانوي وزير انډرو مېچل ليدنه د داسې لارو چارو راکتلو لپاره ترسره کېږي چې له مخې يې د وسايلو ډېرولو او هم ورته د ښه لاسرسي ډاډمنولو لپاره بايد څه وشي.

يو شمېر بېړۍ توانېدلې چې د مرستو رسولو لپاره مصراته ته ورسېږي، په دغو بېړيو کې ځينې يې د برتانيا په مالي مرسته استول شوې چې ايستلو ته اړ کسان له دغه ښاره وباسي.

خو ملګريو ملتونو د جمعې په ورځ خبداری ورکړ چې ځينې مرستندويه فعاليتونه يې د پيسو له کمښت سره مخامخېدونکي دي، په داسې حال کې چې په زرګونو خلک له دغه ښار ايستلو ته اړتيا لري.

په 'مصراته' کې د ملکيانو ترمنځ زياتېدونکې مرګ ژوبلې د برتانيا لومړی وزير ډېوېډکاميرون دې ته اړ کړ چې د لېبيا په اړه له خپلې ستراتيژۍ دفاع وکړي.

د انځور حقوق Other
Image caption د لېبيا په 'مصراته' او نور سيمو کې د بندو شويو ملکي وګړيو په اړه اندېښنې په زياتېدو دي.

ده د 'سکای' خبري تلوېزيون ته وويل د مصراته په څېر ځايونو کې چې حالت هرڅومره ناوړه وي د ناټو ځواکونو له خوا د يرغل يا اشغال په اړه خبره هېڅ ځای نه لري:

''خبره د برتانيا نه ده چې پر ځمکه ځواکونه پلي کړي، او نه هم موږ د دې لپاره دلته يو. څه چې موږ يې کوو د پرېکړه ليک پلي کول دي، دا د نه الوت سيمې په معنا ده، دا د هوايي بمبارۍ ماموريت دی چې د قذافي ټاکونه او توپچي او هم د ده د قوماندې او کنټرول توان چې په مصراته کې يې پر خلکو دوزخ جوړ کړی له کاره وغورځوو.''

يو بل غوراوی د اروپايي ټولنې په مشرۍ مرستندويه ماموريت دی، خو دا خبره چې کېدی شي د ناټو تر پوځي ساتنې لاندې راشي تر دې مهاله ناندريزه ده.

ورته مطالب